(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ښه سوه له ځانه چي تر ما يې ځان راورساوو له تا نه مخکي په هوا يې ځان راورساوو ډېر يې ووېل وم ناځوانه خو اوس نه يم شپه درځم چي اذان وسو په سبا يې ځان راورساوو دارو درمل يم مور مي ډېر ځلي ويلي راته يار وو رنځور تر مسيحا يې ځان راورساوو رقيب مي ژامه راتړله دا ونسول داسي مور که مي نه وه خو دعا يې ځان راورساوو لکه ماشوم مي غبرګ لاسونه ور ته بر نيولي سپوږمۍ که رانغله رڼا يې ځان راورساوو خپله ژبه که کلا ده که بلا، موږ خو خپله کلا ته ورنغلو بلا يې ځان راورساوو "نسيمه" زړه دي مه خوره د غزل توري به سم سي توري که سم نه وي معنا يې ځان راورساوو

ghazal Nasim Pasarlay -
بېرته شاته