(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بس همدا زما ګناه ده چي پښتون یم

هسي مېنه مي تالا ده چي پښتون یم بس همدا زما ګناه ده چي پښتون یم دبل چا وینه د سرو زرو په بیه خوزما وینه وړیا ده چي پښتون یم هر چي بل ئې هست و نیست په غینمت وړي هغه چاره نن په ماده چي پښتون یم ماشومان مي په بمونو باندي وژني په ما جوړه کربلا ده چي پښتون یم ما په زوره دخپل کورکلي څه باسي وائې همدغه دي سزا ده چي پښتون یم

Bas! Da Zma Gunah Da Che Pakhtoon Yem Khalid Hadi Haidary -
بېرته شاته