(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دبنګړو په شور کې ساندې زما ناورې په سلګوپورې مې خــاندې زما ناورې زه دزړه په غـــــــوږوستــــــــا خبرې اورم دخپل نوم نه دې په وړاندې زما ناورې په تازه تازه ګلــــــــونو باندې پښې ږدې هرځای خپلــه خوښه کاندې زما ناورې ستـــــا نرۍ نرۍ پستې،ګلابي شونډې شـــوې زما په وینـــــوتــاندې زماناورې په ګـــــــودرکې درته مړشـــــــومه دتندې ته چینې ته ګـــــورې لانـــدې زما ناورې خپــــل وطن دې تږی پرېښود اباسینــــه چرته ځې په شــــــــاړوباندې زما ناورې

Ghazal Professor Abasin Yousafzai -
بېرته شاته