(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیل

ما لـــيـــــــدلي د فرنګ ښكلي جيــــــــــزونه چې د لاندې ترې غورځنګ وهي سيندونه ما لـــيــدلــــي محـلونه د لــنـدن دي جينكۍ مستې ازادې ګلــبدن دي مـــا لـــيـــــدلــي د اټــلي ښــايـستـه ښـــارونـه سره يې انګور، سره يې شراب او سـره ګلونه ما لـــيـــــــدلي د پيرس ښاپيرۍ ښـــكلي پــــه كـــردار ګفتار خوږې لـكه بـلـــــــبلې ما لـــيــــــدلي امريكا كې دي ښــارونـه چې وريځو ته يې رســـي مكــــــــــانونـه ما لـيـدلي تاج محل غوټۍ د ګـلو د ډهــلي ښـكـلي ښـارونه د مـغلو خو چې ووينم زه خپل د خټـــــــــوكور رانه هېر شي محلونه ښايستـــــه نور دا نرۍ تنګې كوڅې زما د كــلي ورته څه دي د دنيا ښـــارونه نور

Sael Ghani Khan -
بېرته شاته