(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اې پښتنو څۀ کوئ

وخت په چغو چغو وائي اې پښتنو څۀ کوئ ژوند ته مو ژړا کوئ کۀ ځان پورې خندا کوئ خپل غم به کوئ، کۀ د پردو مخکښې ګډا کوئ اې پښتنو څۀ کوئ دلته درته يو په سينه کښېناستو وهي مو هلته درته بل راغلو بلار شو هضموي مو يو درته لېليٰ لېليٰ کوي او ورکوي مو بل درته الله الله کوي او خرڅوي مو غېرو خو ټوکړې کړئ کور مو دا دی وران دی خپلو ډلې ډلې کړئ وطن نۀ دی دکان دی نۀ د پښتو پاتې شوئ نۀ دين شو نۀ دنيا شوه اې پښتنو څۀ کوئ زوړ مړی مو بې کفنه پروت دی راته سخا دغه ده راځي نوې بلا توره بلا مونږ په کور کښې نښتي په زما زما زما لاړ هر څۀ مو بائلو کۀ وطن دی کۀ حيا اې پښتنو څۀ کوئ هسې نا چې شين اسمان خو وي سپينه پښتو نۀ وي هسې نه آدم رباب ګودر وي خو درخو نۀ وي هسې نا چې توره قلم وي خو خوشحال خان نۀ وي هسې نا هېواد وې څوزک احمد او ميروېس خان نۀ وي هسې نا چې ګرم سياست وي باچا خان نۀ وي هسې نا چې منډې ډېرې وي خو صمد خان نۀ وي هسې نا جنډه وي قوم وي خو نۀ وي اختيار نۀ وي هسې نا چې ډکې ګېډې وي د سر دستار نۀ وي ما خو خپل زخمونه دې غمونو کښې تللي دي ما خو پښتنو ته د جرګې لارې نيولي دي اې پښتنو څۀ کوئ

Aai Pakhtanu Cha kawai Ajmal Khatak -
بېرته شاته