(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کاشکې زه ماشوم وای

کاشکې زه ماشوم وای او ته هم ګلې ماشومه وای ناز دې را مالوم وای او غوسه مې در مالومه وای زه کله سخي وای کله شوم تر اندازې نه زيات ته کله سخي وای کله سخته ډېره شومه وای ا خوا مې کتلي وای او دېخوا مې کتلي وای کور کې مې له څټې نه په غلا غنم ايستلي وای منډه مې اخيستې تر دکان مې تښتولي وای ځان ته پتاسې تاته بنګړي مې را نيولي وای ستا نري مړوند ته مې په ناز در اچولي وای درې څلور دې مات وای پنځه شپږ دې شرنګولي وای لاس مې وای زخمي درته په چيغو دې ژړلي وای زه په ټوپو سر وای او په کټ کټ مې خندلي وای تا راسره خلی پرې وای مانه مروره وای ګوتې دې په غوږ کې اېښې ما کړې خبره وای ته راته ناڅاپه د پيشو غوندې ببره وای ښه تېره نوکاره دې پر مخ را برابره وای دارې دارې وينې مې له مخ را بهيدلې وای زه په سلګو سر وای او ته ماته ژړيدلې وای وينې دې زما،د سپين ټيکرې په لمن وچې وای زر دې وای پخلا رانه اخيستې دې دوه مچې وای مخ باندې زما چې څو تنکي زخمونه پاتې وای ستا پر سپين ټيکري باندې هم سره داغونه پاتې وای ما چې پتاسې د څنګ له جېب نه را ايستلې وای ستا د خولې اوبه چې په وښکو را بهيدلې وای زر مې پتاسه په سر د ژبې را ايستلې وای ستا خوله کې مې اېښې وای په خوند خوند دې ځبېښلې وای بله ورځ چې ته هم په غلا کورته ننوتې وای اخوا دې لاسونه غورځولي او هم لتې وای چرګې دې خورې وای او ويشتلې دې په ګټې وای څو دانې هګۍ دې له سينو نه ترې را پټې وای لار کې څو دانې وای درنه ماتې څو در پاتې وای ژاولې دې اخيستې وای غاښونو کې دې ماتې وای خوله کې دې را تاوې وای او خرچ دې ترې ايستلی وای نه دې راکولای ماته زه دې ځورولی وای ما درته زارۍ کولای تا سر خوځولی وای خوله دې رانږدې وای زما غوښتنه دې منلې وای ژاولې وای درپاتې او ستا ژبه مې چيچلې وای ته چې په ژړا ژړا تر کوره تښتيدلې وای مورته دې زما شيطانۍ يو په يو ښودلې وای مور دې د زمرۍ غوندې له کوره راوتلې وای ستا د مور څپيړې مې پر مخ باندې خوړلې وای بيا نو مرور وای يو تر بله ږغيدلی نا تا به شونډې بوڅې وای او ما به درکتلی نا بله ورځ چې ستا مېږې پردي فصل کې ګډې وای تا ورته ژړلی او ستا سترګې رډې بډې وای تا د شينکي فصل غوندې شنې جامې اغوستې وای فصل ته ورتلای نه شوای چې مېږې دې راوستې وای ما وې مبارک دې شه دا شنې جامې ښايسته ښکارې تا وې جنتي شې خو له ما ولې خپه ښکارې؟ ما درته ويلای چې په خوب کې مې ليدې ډېره زه ژړيدم تاته او ته ماته ژړيدې ډېره تاوې په خندا چې هغه مېږې راته راوله زه يې کورته بيايمه او ژر يې ماته راوله زه په منډه ورغلای دوه درې بارې مې ورانې وای مېږې مې په منډه له شنه فصل راروانې وای يوه غونچه غاټول مې هم په منډه شوکولي وای ستا دشنه کميس په لونګين کې مې ټومبلي وای تا چې خپلې مېږې په خندا کورته بېولې وای ډکې يې غولانځې وای مورجانې دې لوشلې وای نن يې چې شيدې له نورو ورځو ځنې ډېرې وای ستا له ماشوم زړه نه مرورې شېبې هېرې وای مورته دې زما په صفتونو مړېدلی نا کاشکې دا جنت چې تر قيامته نړېدلی نا

نازو Kashki za mashom wai Karwan
خوبه! څادر راباندی وغوړوه Khoba! Tsaadar ra banday woghwarawa Nor may weeda kra che weekhtywo staray kerai yema Nor may weeda kra che la weekhay na may kraka razi Zeh che weeda yam weekh yam Khoba! Tsaadar ra banday woghwarawa Khoba qurban day sham Nor maa ta da day wrazo daa barbanday peghlay ma rakheya Zeh ye da stargo pa hindaaro kay Da or aw da skarwato aw lambo azaangay na sham leedai Khoba! Maa boza bya da hagho toro shpo ghaigay ta Zeh khpela laara bay la shpo pa ranro wrazo kay mondalai na sham Wraz may da stargo peh hindaaro kay oroona kari Khoba weeda may kra Tsaadar ra banday woghwarawa د نازو د زړه رازونه
-
بېرته شاته