(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون خودکش ځلمې

زما خود کش بچيه چرته روان شوې ګله مور دې د سپينې خولګۍ په څو څو واره ځار شه زما خودکش بچيه زه ستا د خپلې خاورې يو پلار پوښتنه کووم په تا مې نه لوريږي چې ستا دا سرې پيچکې د غه غندل ځواني دې په اور ايره ايره شي په بم ريښه ريښه شي اوس مې پوښتنه دا ده چي ځان ته ولې وژنې؟ چيرته د دين د پاره؟ که د پښتو د پاره ؟ که د پيسو د پاره؟ دين خو د نورو خلکو د بې ګناه وګړو په وينو لاس لړٰلې کله روا بللې؟ په کروړونو خلکو په بيلا بيلو برخو هم دغه دين او ايمان د ستا په شان منلې خو بل چا ځان وژلې؟ زما نيازبين بچيه زما شيرين بچيه پښتو هم نه ښائي دا ديو دښمن د پاره سل بې ګناه د مړه شي؟ پښتون خو ننګ کوي تل په مظلومانو باندې په غريبانو باندې په بې وسانو باندې د يو ابليس د پاره خپله تنکۍ ځواني دې په اور لمبې لمبې کړې ځان دې ريښې ريښې کړې چيرته د کونډې بچی چيرته اسرا د بوډا چيرته د کور تورسرې چيرته ځوانان غريبان ځان سره لو لپه کړې هر څه په اور لمبه کړې زما د خاورې ګله زما خوکش بچيه خلک خو دا هم وائي ځان په پيسو وژنې ته پيسې د چا د پاره دومره ګټل غواړې ته ؟ پيسې د هيچا نه دي چې تا نه پاتې شولې هر چا نه پاتې شولې زما پښتون بچيه د مور سکون بچيه نه دې ايمان وګټو نه دې خپل ځان وګټو نه دې پښتو سر کيږي نه د پيسې کاريږي زما ګل رنګ بچيه زما لوړ دنګ بچيه چرته روان شوې ګله مور دې د سپينې خولګۍ په څو څو واره ځار شه دا ځل لږ فکر وکړه د پلار فرياد دې واوره د مور ژړا ته غوږ شه د خاورې غږ دې واوره راشه زما ګلابه زما په خوا کښې کښېنه چې دا ګلونه درکړم دغه سيندونه درکړم دغه لوئې غرونه درکړم دا چمنونه درکړم دا موسمونه درکړم خواږه وختونه درکړم راشه زما شه ګله بس که پخله شه ګله دا ټول جهان ستا دی چې ښکلی ځان ستا دی

فيروز افريدي جمعه ۲۶ ستمبر ۲۰۰۸ دوحه قطر Pakhtoon Khudkash Zalmay Nazam written by Feroz Khan Afridi Doha Qatar -
بېرته شاته