(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کارغان او سرګردان

ځان مې واخله دا زمان راځنـــې واخله زما ژوند زما جهان راځنــې واخله دا زړګـــــی شو یوه زیرمه د غمونو ځانکندن کې هرارمان راځنــې واخله دا دنیـا راته ســـوراورد سره دوذخ شوه دا دوه مـخي ګاونډیان راځنــې واخله سمندر شوله نړۍ انســان کبــــان شول له ځنګله تور کارغان راځنــې واخله ساه مې ولاړه شنه اسمان ته په ختو شوه نور قلم د ژوند دیوان راځنې واخله ---------- سرګردان دوي بوميان مونږ اجنبيان شوو خدایه غلیم اتل موږ په ګریان شوو خدایه په خپل هیواد او کور کې ځای نه لرو نن په تخار کې بنديوان شوو خدایه ګناه مو خپله چې یووالی نشته له هرې خوانه په تاوان شوو خدایه ها مهاجر چې غزنوي راوستي نن ورسره لاس په ګریوان شوو خدایه له بخارا نه یرغلګر راغلي په راوستو یې پښیمان شوو خدایه وردګه نور په چا باور و نه کړې موږ له شیطانه سرګردان شوو خدایه

چین ارومــــــــچي Karghaan Bismillah Wardak Le China Hewad Sakha -
بېرته شاته