(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اختريزې لنډۍ

اختر پرون ؤ پرون تېر شو ~ دا د دامان کوترو نن سرۀ کړل لاسونه اختر پرون تېر شو عالمه ~ د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه اختر نږدې دی روژه لاړه ~ ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی ~ نه مې اوږۍ شته نه د غاړې اميلونه اختر پۀ ورځ دې سينګار وکړ ~ څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه اختر ته ډېره خوشالېږم ~ زما ديار وعده اختر ده رابه شينه اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي ~ دا د ځوانۍ عمر بېرته نه راځينه اختر دې تا ته مبارک شي ~ چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه اختر له تا سره ښايېږي ~ نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه اختر نږدې دی ياره راشه ~ مبارکي به يو تر بله ورکوونه

Akhterizi Landay Eyen Noon -
بېرته شاته