(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اختر اختر شي

زما په اوښکو لمبيدلې اختر د مسافر زړه درديدلې اختر د ارمانو ډيوه لا تته سوزي سپيره قسمت نه قهريدلې اختر **** زه يې داوښکوپه سلګولمانځم د زړه په پټو تلوسو نمانځم وطنه ستاغيږه کې نه يم ځکه دنګوماڼوکې په ويرو نمانځم **** د اختر ورځی سهارونه نشته هامازديګراو ماښامونه نشته وطنه ستا دياد فرياد يم ځکه ها دزيارت ميله ځايونه نشته **** اخترنوروزدلته چوپتيا خوړلې زماخوږ زړه وير او ژړا خوړلې کومه ارمان ته يې اوس وژاړمه تورماښامونه چې صبا ورک کړئ **** شهيدان ډيرزيارت جنډۍ نه لري ملالی هيلی مې نغمی نه لري د وطن ميندۍ مو ويرونه کوي ناويانې کونډۍ شوې اثری نه لري **** څوک دانګريز په پل قدم اخلي څوک داسلام په نوم درهم اخلي هغه ملاماتی ماشوم خير غواړي مالدار په غيږه کې صنم اخلي **** غريبان هم ډير ارمانونه لري الله هم وايي چې دوې زړونه لري يوڅه خيرات له جيبه اوباسئ نور هر مسلمان دغه فرضونه لري **** خو ای زما د وطن ښکلي خلکو پښتو، غيرت کې نازولي خلکو دتورټوپک نه نورڅه نه جوړيږي سوله موخپله کړئ ښاغلي خلکو **** مونږه اسلام په نوم مذهب لرو اختر برات ته يې عقيدت لرو راځئ چې وګورولعلونه په کې مونږه اختر کې ډير عزت لرو **** مرور درومې دپخلا په لوري مين ديدن غواړي ليلا دلوري زه مسافره هم دغه لاره څارم که اختر راشي داشناله لوري **** زما په سترګو کې ليمه پښتنو په ټول جهان خواره واره پښتنو زه د اختر مبار کې وايمه د ننګ ډګر کې ازموده پښتنو **** خوښي دې راشي کورپه کورتاسوته سوله دی راشي په هر لور تاسو ته زه حفيظ تل دغه سوالونه کوم اختر اختر شي دژوند لورتاسوته

Akhtar Akhtar Shee Zarlakhta Hafiz -
بېرته شاته