(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اختر

اختر نوم د خوشحالۍ دى، وي خوشحاله پكې زړونه مرور سره پخلا شي يو پر بل واچئ لاسونه په ميلو دى ښاېسته كړى تل اختر زموږ نيكونو موږ ته يې دا دود پرېښودى چې وهو پكې ډولونه اختر ولمانځئ ملګرو كينه وباسئ له زړونو خاندئ خاندئ خوشحالېږئ جوړ كړئ مست مست اتڼونه كه ژوندي ژوند كول غواړئ نو بېدار شئ حركت كړئ حركت بې بركت نه دى په كې شته دى بركتونه مړي نه كړي حركت، ژوندي واړه حركت كړي حركت د ژوندون ساه ده، پكار دي حركتونه چې روان وي حركت كړي، شي خپل ژوند سمبالولى د بخت ستورى يې روښان وي رڼوي لارې روونه

Aktar Dr. Kabir Stori -
بېرته شاته