(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اخــــتر چې كلــه راشې مرور سره پخـــلاشي

اخــــتر چې كلــه راشې مرور سره پخـــلاشي*كه هرڅومره خفه وي يو اوبل ته په خـــندا شي خوماته مې تقــــدير جابر يو بل څـه دي ليكلي*اختر چې رارسېږي جــانان لا رانه په شــــا شي اخــــــــتره بيړه وكـــــــــــړه ته چې راځې اخـــــتره راوړه خوشــحالي درســــــره*تقـــــــدېر ځپلوقسمــــتوته نېكمـــرغي درســـــــــره خزان درواخله بس دى راوړه پســـرلي درســـــــــره *بيا به ئې وگـــــورې چې څه كـــوي زلمي درســـره ته چې راځې دلتـــــه سكـــــروټې رااوريـــــږي په گلــــــونوبانـدې*دلتـــــــــه تېرى اوتجاوز دى عزتونوبـــــانــــــــــدې افغانــــي ننگ دلتـــــه خرڅېږي په لوټونو بانــــــدې*كه دې له وســـــه كېږي راوړه خپــــــلواكي درسره ته چې راځې دلتـــــــه قـــــدم په قـــدم قبر دى هـــــډونه دي خښ*زما دښــــــكلې پښتونخوا رنگـــين گلــــونه دي خښ پردي خو نــه دي زما خپـــل سكنـي وروڼه دي خښ*لابــــه تر څو دايتيمان سلگــــــــــــۍ وهي درســــره ته چې راځې په كوم هــــنر چا يرغمل كـــړو واك دكــــور نه لـرو*چې تاتره مولـــــــــړزولــــه هغــــه زور نه لــــــــرو دمكــــــر جال كې ئې اثير كـــړو ځكه شـــور نه لـرو*اخـــتره راولــــــه شير شــا غونــــدې زمري درسره ته چې راځې نه ســتا په تگ نه په راتگ خـبرېږو غم پــه مـوږه *دلتــه بلاوې دي راغلې كــــــړي ســـــيتم پـــه مـوږه ښه ورځ مـــو ونه لــيده شـپه ورځ جهنم پـه مــوږه*درب لپــــــــاره راوړه راوړه ســـــوكالـــي درســــره ته چې راځې راشه له سـولې سره يوځاى كړه مـــوزړونه ټكــــور*موږمكارانو ېو لـــوټ كړي په دوكـــــــو اوپـــه زور ناورين همـدغو دى راوستى زموږ دهــريــوپـه كـور*راوړه ملــــهم زمــــوږه زړو ته همــــــدردي درسره ته چې راځې چې ســـوله راولــــې نولا بـــه محبت كــوي ټـــــــول* مشــــــران به واړه په كشــــرانو شفقت كـــوي ټول غوثې به نه وي يوتـربـل به صميـميت كـــوي ټــــول*له خوشحـالي به پورته غورځي ټــــول كمكي درسره ته چې راځې پيغلـې به رنگارنگ جامو كـې لكـــــه گل غـوړېــــږي*گېــــډى گېـــــډى زلفې به بيا لكــه ســــنبل غوړېـږي داډبــــــرين زړونه به ټــــول لكه كنـــگل غـوړېـــږي*دبـــــرگــــودر چنــــار بـــــه څڼې ښــــوروي درسـره ته چې راځې پښتنـــــــــې ميندې به راټولې تا به ښـــه ولمـــــانځي*لاس ته راوړنـــــــې به دپـــــلار اودنيكــــه ولمانځي خپل شهيـدان وروڼه به كــــور اوپه كاله ولمــــــانځي*لابــــــــه په مينه نازنين بچيـــــــان روزي درســــره ته چې راځې ډول اوسورڼى به په كوڅوكې زلـزلې جـوړي كــــــړي*مطرب به ترنگ وركړي شهبازبه غلبلې جوړي كړي شاعـــــردمينې به له شعر څخه غونچې جـوړي كــړي*بيا به دهيلـــــــو غوټۍ خپل ځان ســــــپړوي درسره ته چې راځې ځكه خوزه درتــــــه په تمـــــــــــه يم څارمـــه يوڅـوك*ســـــــترگې په لار يم خامخا پخـــــــــلا كومه يوڅوك چې سپېلنى سپېلنى كېږمـــــــــه ژغــــورمــــه يـوځوك*كه ئې خــــــداى هسې يوناڅاپـــــــه راولي درســـره ته چې راځې اخــــــــتره بيړه وكــــړه راشـــه چې غمــو واخيـســتم*گلـــرنگ له ما خوابــــــدى شوى انـــدېښنو واخيست هـــــره شــــېبه نينه نينه شـــــــومــه لمبو واخيســــتم*بســـــمل به څومـــــره تړمې تړمې تــويــوي درسره ته چې راځې

Akhtar Che Kala Rashi Marawar Sara Pa Khula Shee Mohammad Amin Bismal -
بېرته شاته