(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وطن بچيانو ته

کوومه يو بيان غوږ ونيسۍ ځوانانو زده کړه تعليم وکړۍ نور بې زده کړې ژوندون سخت دی ناپوه سړی بدبخت دی ليدلی مې يو ځوان ؤ ****** صورت کې پالوان ؤ نازولی زوی د خان و په عقل ډير نادان و، ؤ مغرور د پلار دنيا ته ښه غوږ ونيسه ماته بې ځايه ګرځيدلو ****** په نورو خند يدلو په کار به شرميدلو چرس به يې لوګی کړل وبه سرې سترګې روان کومه يو بيان زلمی و ډير مغرور ****** بې عقله بې شعور تنبل و مشهور د پلار نصيحت يې نه مانه مدام به پټيدلو سبق يې نه ويلو فيشن به يې کولو د کور واک يې غوښتلو خو پلار يې نه منلو بد نيته بد عمله بد ګومان و په خپلوانو غوږ ونيسۍ ځوانانو پلار د ده لوی خان و ډير سخت د ده ګزران و دبل زوی په ارمان و ظالم و بد نصيبه ډير به ده کول ظلمونه خپه وو ځنې ورونه چا وويشت په ټوپک ****** ټپي شولو ډير کلک زوی يې ويل چې ژر شي ورک پيښور ته يې روان کړو چې د پلار ټپ مې ډير سخت دی ناپوه سړی بدبخت دی ډکه کې په دوی شپه شوه ****** تروږمۍ پرې راخوره شوه د پلار ته تبه توده شوه زوی يې لاړ دوکتور پسې چې ژر يې راولمه د پلار علاج کوومه دی بيرته راغی ښار ته ****** مرکز د ننګرهار ته اوس ګوره د ده کار ته دوکتور ورځنې هير شو ډير يې واخيسته سامان کوومه يو بيان لونګۍ ډيرې جامې ****** د خانۍ ښې علامې نوکر و له کامې نوکر يې پر ې ښه بار کړو دا لا نه و بيرته راغلی دادا له نړۍ تللی دا پريږدۍ په بازار کې ***** په شوق د خپل سينګا رکې پلار پروت په نتظار کې خان صاحب چې مړ شو نو وراره يې کړلو بار نور نه شو انتظار په دريمه يې زوی راغی پرې خندل ټولو خانانو غوږ ونيسۍ يارانو چې واک اختيار يې خپل شو ****** خوشحاله يو په سل شو د ژوند رونق يې بل شو د ځمکو په خر څون يې شروع وکړله بې باکه کيسه شوه شرمناکه راټول به وو چرسيان ****** بنګيان نور نيشه يان سازونه او سازيان لنګر به يې چالان و ما ليدلی په خپل وخت دی ناپوه سړی بدبخت دی ده درې کړل و دونه ****** پرې مات يې کړل دودونه غږيدل به سرودونه څو ورځې به چالانه ښه پلو چلو چرګان وو چرسيان به را روان وو ډير ژر يې ملک تمام شو ****** رسوا په خاص او عام شو رڼا ورځ يې ماښام شو څه کسب يې زده نه ؤ غټ کمال يې مهرابي وه هغه هم قلابي وه تړۍ به يې تړلې ****** کنځلې به يې کولې تڼۍ به يې وې شليدلې هر چا به پرې خندلې په ويالو به و روان کوومه يو بيان ولسونه ترې خپه وو ****** خويونه يې ښه نه وو دوستان خپلوان يې نه وو مهرابي هم ځنې لاړه خپل يوه باغ ته کيناستلو ارمان به يې کولو لري ښکلي زامن ****** هوښيار او قدرمن په دې حالت غمجن ښايسته ښکلي زامن يې اوس احتياج د بزګرانو غوږ ونيسۍ ځوانانو اوس پروت په سترګو ړوند دی ****** ناروغه ځيګر خون دی مرض يې د لړمون دی چې خپله مور يې مړه شوه هسې وه لکه ملنګه دا تللې وه له جنګه راغلی دی اوس بيرته ****** وتلی نه شي چيرته دی ناست د ګوتو شمير ته اوس تاسو فکر وکړۍ چې حالت يې څومره سخت دی ناپوه سړی بدبخت دی څو ورځې به چالانه ښه پلو چلو چرګان وو چرسيان به را روان وو ډير ژر يې ملک تمام شو ****** رسوا په خاص او عام شو رڼا ورځ يې ماښام شو څه کسب يې زده نه وغټ کمال يې بهرابي وه هغه هم قلابي وه تړۍ به يې تړلې کنځلې به يې کولې تڼۍ به يې وې شليدلې هر چا به پرې خندلې په ويالو به و روان کوومه يو بيان ولسونه ترې خپه وو خويونه يې ښه نه وو دوستان خپلوان يې نه وو مهرابي هم ځنې لاړه خپل يوه باغ ته کيناستلو ارمان به يې کولو لري ښکلي زامن هوښيار او قدرمن په دې حالت غمجن ښايسته ښکلي زامن يې اوس احتياج د بزګوانو غوږ ونيسۍ ځوانانو اوس پروت په سترګو ړوند دی ناروغه ځيګر خون دی مرض يې د لړمون دی چې خپله مور يې مړه شوه هسې وه لکه ملنګه دا تللې وه له جنګه راغلی دی اوس بيرته وتلی نه شي چيرته دا تللې وه له جنګه راغلی دی اوس بيرته وتلی نه شي چيرته دی ناست د ګوتو شمير ته اوس تاسو فکر وکړۍ چې حالت يې څومره سخت دی ناپوه سړی بدبخت دی ما وکړو دا بيان ****** چې پوه کړمه ځوانان مثال مې کړو عيان وروستۍ پښيمانۍ نه لومړي ژوند ته فکر وکړۍ مضمون ته نظر وکړۍ چې څو در پکې توان دی ****** او يا څومره چې امکان دی دا خواست د دې زمان دی ټول زور موپکار واچوۍ تر څو چې شۍ سيالان کوومه يو بيان سبق کې کوشش وکړۍ ****** خدمت کې مو هوش وکړۍ خبرې د جوش مه کړۍ سړی هغه سړی دی چې د کا رکسب څښتن وي هر چاته قدرمن وي بې کسبه بې کمال ****** ژوندون وي له جنجاله خبر شوۍ خان له حاله پټه خوله ده غوره له پوچ ويلو هوښيارانو غوږ ونيسۍ ځوانانو تيار کړۍ خپل ځانونه ****** دي ډير ستاسې کارونه وطن کړي انتظارونه که نن څوک زحمت وکاږي سبا ته اراميږي هوښياران په دې پوهيږي نور ورک کړۍ ټوپکونه ****** را واخلي قملمونه ټينګ کيلۍ قدمونه چې خان صيب خپه نه شي خدمتګاره خواره يې بخت دی ناپوه سړی بدبخت دی کوومه يو بيان غوږ ونيسۍ ځوانانو زده کړه تعليم وکړۍ نور بې علمه ژوندون سخت دی ناپوه سړی بدبخت

-
بېرته شاته