(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لایق زاده لایق په زړه پوری نعتونه

نوم چې د اّقا(ص) ليكم ذكر د مولا ليكم ټول اثر د مينې دی دا ليكم كه دا ليكم زړه ته چې سكون بښى زه هاغه وينا ليكم ژوند له رنړا غواړمه بيا بيا والضحى ليكم زه هغه مئين يمه درد ليكم دوا ليكم. "صلوا عليه واله" ************** چې تفسير د الالله ئې په رښتيا چې په رښتيا ئې خلاصه د كائيناتو ابتدا ئې انتها ئې ته ياسين ئې مزمل ئې والضحى ئې والضحى ئې د خليلع د سترګو توره د اّدمع د زړه دعا ئې رحمتونه دې بسيار دى د هر چا ئې د هر چا ئې د مئين د زړګى راز ئې د رنځور د رنځ شفا ئې ثانى نه لرې ممتاز ئې ته په هر څه كښې يكتا ئې ئې لايق د كُل صفاتو محمد رسول الله ئې. "صلوا عليه واله" ************* چې هم نُور دی هم بشر دی زمونږ هاغه پېغمبرص دی فرشتې دى كه نبيان دى تر همه وْ معتبر دی سراسر د رحمتونو بې پايانه سمندر دی په هر راز د كائيناتو له ازله باخبر دی چې جلوې پكې غونډېږى د فطرت هاغه نظر دی ثانى نه لرى په دې چې نازولی د اكبر دی محبت ئې پېرزو كړی همېشه په سمه غر دی چې ئې كړآ په هر لورى د وفا د تخم كر دی چې دې شمار ئې په امت كښې لايق څومره بختور دی. "صلوا عليه واله" ************** معتبره مدينه ده چې د مينې سرچينه ده نبوت د نبىص څه دی د انوارو نګينه ده هره لار د اطاعت ده تهجد كه شبينه ده منزلونه پكښې ښكارى "درود" داسې ائينه ده ستا هره يوه خودنه كاميابي و ته زينه ده ستا له مخه معتبری كه زينب كه سكينه ده ستا د ژوند هره خبره د رموزو خذينه ده چې ستا مينه پكښې ځائی شوه مُنوره مې سينه ده. "صلوا عليه واله" ***************

"شعر"

هاغه خلق خپل منزل ته رسېدلى چـــا نيولې چـــې لــمن د مجتبى ده. "صلوا عليه واله" ستا د ژوند همه وختونه ټول د ميني پېغامونه په دې لاره كښې موندی شى منزلونه مرادونه احاديث دې پېغمبرهص دى روښانه مشالونه ستا سنت زمونږ دپاره د ټول عُمر سندونه ستا صفت كول حبيبهص د زخمى زړه ټكورونه څوك چې ستا لاره كړى خپله هغه نه لرى غمونه كردګار دې خپله كړى په څو وارې صفتونه ستا له مخه رب پيدا كړه همه واړه جهانونه دغه ستا د نوم اعجاز دی چې ليكلی شم شعرونه زه لايق دې امتى يم ستا په مينه كړم نازونه. "صلوا عليه واله" چې د حسن د جلوو ماه تمام دی هاغه نُور د محمدص خيرالانام دی حقيقت د كائناتو نور څه نه دی سړيتوب ته د اقاص په نوم انعام دی مونږ د هاغه نازولى امتيان يو محبت ئې چې شيندلی ګام په ګام دی چا چې كړی اعتراف د نبوت دی جنتى دآ د دوزخ اور پرې حرام دی د عظمت ګواه ئې واړه فرشتې دى د رحمت سيورآ ئې خور په خاص و عام دی چې خالق ورباندې خپله دُرود وائي په زر ځله پرې زما دُرود سلام دی چې ستائيلی په بيا بيا غنى مولا دی ثانى نه لرى لايق د احترام دی. *************************

"شعر"

حــقيقت كښې شهنشاه د زمــانې دى هاغه څوك چې د اّقاص د در غلام شى. "صلوا عليه واله" ****************** محبت دې د بښنې ضمانت دی ستا تعريف ليكل پخپله عبادت دی هاغه خلق تر ابده رسوا شوى چا چې كړی ستا له دره بغاوت دی هر قدم دې د ژوندون په لويه لاره شرافت دی، امانت دی، صداقت دی چې خالق درباندې خپله دُرود وائي ستا مقام د تصور نه ډېر اوچت دی چې مې كله مايوسى زړه ته راغلې ستا نامې راته بښلی حرارت دی چې رحمت "د عالمينو" كردګار كړی دا ثبوت دې د لوئى دی د عظمت دی مجموعه د كُل صفاتو ئې رسولهص ستا له مخه په ژوندون كښې حلاوت دی لايق ځكه بې پروا بې غمه ګرځى چې باور ئې ستا په مينه محبت دی. "صلوا عليه واله" **********************

"پيروى"

اطاعت دې عبادت دی محبت دې سيادت دی ته نبى اخر زمان ئې پيروى دې رياضت دی. ************** چې په زمكه د ژوندون شوی اغاز دی په رب ګرانه دغه ستا د نوم اعجاز دیی د وحدت او د كثرت فلسفې څه دى يوه مينه ده بدل بدل انداز دی د فطرت په مخ چې څومره نغمګى ده دغه ستا د صفتونو امتياز دی نور څه نه دى ستا د مينې ګواهى ده كه سجده ده كه ركوع ده كه نياز دی زه د نورو وسيلو كله پروا كړم چې مې ستا په رحمتونو باندې ناز دی چا چې ستا لمن نيولې ده په نره هغه ټول عمر كامياب او سرفراز دی د حدونو سر ئې كله معلومېږى د رحمت سيوری دې هسې رنګ دراز دی چې دا ستا په شفاعت ئې عقيده ده لايق ځكه له هر غمه بې نياز دی. "صلوا عليه واله" **********************

"پېژندنه"

چې څوك مفهوم د الا الله پېژنى هغه عظمت د مصطفی(ص) پېژنى په چا چې شوآ وى كرم د نبىص دنيا هغه هغه دنيا پېژنى. *************** چې لاهو دا ستا د عشق په سمندر شو حبشى غلام له هر چا معتبر شو فرښتو ئې د عظمت ګواهى وكړه چې صديقرض ستا د لمنې منجور شو صرف عمررض ابن خطاب وو نور څه نه وو خو چې ستا شو نو عادل د بحر و بر شو چې سينه ئې د "عرفان" په نور رنړا شوه نو غنى عثمانرض د خپل وخت قلندر شو د الحاد هره ماڼۍ په نړېدو شوه چې على رض د "سربازانو" سرلښكر شو ************ دغه واړه ستا د مينې "معجزې" دى سړيتوب چې د ژوندون په راز خبر شو زه لايق به له هر غمه بې پروا شم درېغه درېغه كه دې ما و ته نظر شو. "صلوا عليه واله" *************

"شعر"

فرشتې چې پرې درود او سلام وائي هـــاغه نوم د محمد خيرالانام دی. "صلوا عليه واله" ****************** معجزه دا ستا د مينې عجيبه ده چې د زړه په كور دننه مې كعبه ده زه د هاغه "طور" په سر باندې ولاړ يم چې حيرانه ئې جلووْ وته جلوه ده چې خالق او فرشتو تمامه نكړه ستا د "حسن تذكره" څومره اوږده ده له دې دره بې نوا څوك تلى نه دى دا خبره د مودو نه ازموده ده ګناه ګار يم دا منم خو پروا نشته ستا په رحم زما كلكه عقيده ده د بلال(رض) غوندی سينه به ورته ډال كړم كه هر څود مئينتوب شګه توده ده واړه ستا په صبر شكر ګواهي كړى كه طائف دی، كه مكه ده، كه حبشه ده چې مې روح پرې اطمينان مومى لايقه زمزمه د والضحى څومره خوږه ده. "صلوا عليه واله" ***************

"شعر"

بادشاهى د زمانې كه ليدل غواړې راشــه راشــه د اّقاص د در غلام شه. "صلوا عليه واله" ****************** چې رحمت ئې بې پايان دی مجتبى دی چې په هر چا مهربان دی مجتبى دی د وحدت او د كثرت په كنايو كښې چې قدم قدم عيان دی مجتبى دی عقل فكر ئې ادراك كولی نه شى چې قارى دآ هم قران دی مجتبى دی د باطل او د حق لارې ئې جدا كړې چې تحريك د هر دوران دی مجتبى دی "فقيرى" ئې د كونينو بادشاهى ده چې د هر دور سلطان دآ مجتبى دی چې دنيا ئې اعتراف د عظمت كړی چې همه احسان احسان دی مجتبى دی زه لايق ئې له ازله ثنا خوان يم چې زما دين و ايمان دی مجتبى دی. **********************

"شعر"

چې اسره دې په دنيا كښې بله نه وى د اّقـــاص لــــمن ته راشه چې بادشاه شې. "صلوا عليه واله" *************** چې جلوه پرې ستا د حُسن راخوره شوه د فطرت هره زره د نُور زره شوه ستا په عشق كښې چې د زړه د تل نه راغله هره اوښكه چې "ګل ګل" شوه نو هيره شوه په كل واړه انبياوْ كښې سرداره ستا نامه د عظمتونو مناره شوه چې مې ستا لمن په ګوتو باندې راغله هره طمع د بښنې مې كره شوه بيا هم ستا په مينه مسته لېونۍ وه كه سينه د سُميې(1) اره اره شوه (1) حضرت سُميه(رض) د اسلام ړومبۍ شهيده اوس به څه د نورو خلقو پروادار يم چې دا ستا سپېځلې مينه راسره شوه هر ارمان هره غوښتنه مې لايقه په درود او په سلام باندې پوره شوه. "صلوا عليه واله" ******************

"شعر"

د دنيا په مخ چې څومره سرداران دى مــــحمدص د همــــه واړو ســربــــالا دی. "صلوا عليه واله" *********************** نشته نشته ستا د حسن ثانى بل څوك چې ته نه وئآ په ژوند كله پوهېدل څوك له ازله په ويړ مخ د كائيناتو پيدا نه دى ستا له نُور ځنې اول څوك فرښتې كه انبيا كه اوليا دى كېدآ نشى چرې ستا نعم البدل څوك "معراج" څه دآ ستا د مينې اعتراف دی ګنې ځان ته خالق كله رابلل څوك ستا د نوم په طفيل خپل منزل ته رسى غم دې نكړى كه ډېر ستړآ كړى مزل څوك سړيتوب به يې د مينې شهنشاه كړى "معرفت" چې له افضلو كړى افضل څوك زه لايق ستا د رحمت سيورى ته ناست يم بې لتا نه زما چرته دى نور خپل څوك. "صلوا عليه واله"

"شعر"

د دنيــــا تخــــــليق ئې شــــوی دی لــه مخه كه بشر دی خو هم نور دی په معنى كښې. "صلوا عليه واله" ستا په طفيل د بندګۍ منزل ته اورسگيدم ايله رښتيا د زندګۍ منزل ته اورسېدم ستا نه بغير زما په ذهن مايوسه خوره وه چې ته مې ياد كړې د خوښۍ منزل ته اورسېدم چې امتيانو كښې دې شمار شومه نو پوهه شومه په زړه دمه د خوشحالۍ منزل ته اورسېدم چې ستا لمن مې كلكه ونيوه په ډېره مينه په يو قدم زه د سيالۍ منزل ته اورسېدم چې مې درود درباندې ووئې تر سحره پورې شپه راته ورځ شوه په راستۍ منزل ته اورسېدم كه ډېر غريب ومه بې وسه ووم ناچاره وومه ستا په شفقت د اميرۍ مقام ته اورسېدم زه لايق كله ووم خبر چې محبت څنګه وى ستا په صفت د شاعرۍ منزل ته اورسېدم. "صلوا عليه واله"

"شعر"

چې دا ستا د مينې درد لرى سينه كښې كـه خاكروب دآ خو بادشاه د زمانې دی. "صلوا عليه واله" چې تفسير د والضحى او د ياسين دی ښكاره نوم د اعتماد او د يقين دی نور ګلونه ورته ځكه په سجده دى چې اقا مې له اوله ګل ورين دی په عظمت ئې ګواه واړه كائنات دى مدثر دی مزمل دآ هم ياسين دی نړيوال ئې معترف د صداقت دى مبشر دی په رښتيا باندې امين دی په هر لور ئې خوشبوى خوره وره ده معتر دی معمبر دی عنبرين دی پيروى ئې پيروى د كردګار ده كه بشر دی خوله هر چا بهترين دی چې تكميل د رحمتونو دی لايقه اولين دی خو تر ټولو اخرين دی. "صلوا عليه واله"

"شعر"

څوك چې لار د نبىص خپله كړى په مينه د ژونــــدون د هــــر يـو راز نه خبردار شى. "صلوا عليه واله" جلوې مې د اقاص دى هم رنړا مې د اقا ص ده خوره په كائيناتو كښې ځلا مې د اقا ص ده بې وسه يم ناچاره خو په دې باندې غاور يم په تن كښې غړېدونكې هره ساه مې د اقاص ده غوښتلی ئې د خپل امت دپاره په سلګو كښې عظيمه ځكه دومره التجا مې د اقاص ده تخليق د كائيناتو چې ئي شوی له عظمته د نُور په لويه غېږه كښې ښكلا مې د اقاص ده لايقه بختور يمه په خپل نصيب نازېږم په شونډو راخوره چې تل ثنا مې د اقاص ده "صلوا عليه واله" چگې پيغام ئې مكمل وو مكمل دی هغه نُور دی له انوارو نه افضل دی د حالاتو په تورتم او تنهايۍ كښې د هر چا دی د هر چا د لارې مل دی كائينات ئې چې له مخه پيدا شوى يو چراغ دی له ازله راسې بل دآ په وجود كښې اخرين تر هر نبى دی په معنى كښې د اولو نه اول دی كه هر څومره فرښتی كه انبياء دى د اّقا(ص) مقام له هر چا نه بدل دی چې څه ليكم واړه ستا د نوم اعجاز دی كه حمدونه كه نعتونه كه غزل دی ثنا خوان به ئې لايقه ولې نه يم چې تفسير د الا الله او لم يزل دی. "صلوا عليه واله"

"ناز"

چې ستا مينه لرم زړه كښې له هر غمه بې پروا يم په محشر كښې به كړم چغې امتى د مصطفآ يم. يو پټ راز د كائيناتو د فطرت په زنه خال دی د كثرت په كنايو كښې دوئم نوم د لايزال دی چې د وخت د سردارنو د غرور بتان ئې مات كړل د اقاص په سادګۍ كښې څومره رعب څومره جلال دی دا چې زه دومره غاور يم دا چې دومره بې پروا يم ما د ژوند په خور كتاب كښې په دې نوم كتلی فال دی زه به څه يم څه به نه يم دا زما ليكل به څه وى دا د چا د مخ اثر دی دا د چا د نُور كمال دی ټول رنګونه ئې ليدلى د خپل ذات په اّئينه كښې چې نظر كښې "نظر" شوی د چا حسن او جمال دی دا اعجاز د محبت دی كه دفكر صداقت دی چې مې فكر مطمئن دی كه هر څو مې زړه ملال دی چې مې روح پرې دلاسه شى چې قرار مې هر ارمان كړى معتبر له هره خياله د اقاص د عظمت خيال دی چې تفسير د الا الله دی هم تعبير د والضحى دی چې لايق د كُل ثنا دی هم تكبير دی هم بلال(رض) دی. "صلوا عليه واله"

"لوئي"

انبياء كه فرښتې دى له همه و معتبر دی دا اعجاز مې د اقا دی چې هم نُور دی، هم بشر دی. چا چې كړې د اّقا(ص) تابعدارى ده هغوى كړې حقيقت كښې سردارى ده چې عظمت ئې عظمتونو دی منلی سرچينه د رحمتونو ده جارى ده چې ستائيلی كردګار دی په څو واره دا ئې څومره بې مثاله دلدارى ده چې درود په نبى ص ووايم دمه شم كه په زړه كښې مې هر څو بې قرارى ده چې اسرى د محمدص لرى محشر كښې د عاصيانو امتيانو څه خوارى ده د نبىص په اطاعت له بيخه درومى كه په هر ذهن كښې هره بيمارى ده دغه واړه ستا نظر دی ستا كرم دی چې لايق د الفت كړې شاعرى ده. "صلوا عليه واله"

"دمه"

ستا په ياد مې نيمو شپو كښې ناقراره زړه دمه شى د سكون ساه مې نصيب شى بې اختياره زړه دمه شى. چې شفيع مو په محشر شته نو څه غم څه پرېشانى ده چې اقا د بحر و بر شته نو څه غم څه پرېشانى دى د حالاتو په تنور كښې سره لمبه مجبوره اوښكو چې د "مينې سمندر" شته نو څه غم څه پرېشانى ده د ګناه په خړ سيلاب كښې لاهو شووْ ناپوهانو چې هادى حبين قمر شته نو څه غم څه پرېشانى ده كه همه رحمت رحمت دی خو مئين په خپل امت دی په مونږ ټولو ئې نظر شته نو څه غم څه پرېشانى ده ائی د وخت په وركو لارو په سرګردانه بې كسانو پروا ونكړئ رهبر شته نو څه غم څه پرېشانى ده هر سلګۍ سلګۍ ارمان مې غلی غلی راته وائي چې احمد نبى سرورص شته نو څه غم څه پريشانى ده اوښكې وچې كړه لايقه مايوسى لويه ګناه ده چې خبير وَته خبر شته نو څه غم څه پرېشانى ده. "صلوا عليه واله"

"ډاډ"

ستا په مينه مې يقين دی ستا په مينه مې باور دی ځكه روح مې په سكون دی زما فكر منور دی. اطاعت ئې چې هم دين دیی هم ايمان دی پاك نبىص د عظمتونو ترجمان دی د ازل نه تر ابده په هر لورى يو سيلاب د رحمتونو دی روان دی چې دنيا ئې رب پيدا كړله دمخه په تورتم د مايوسې كښې چراغان دی چې د مينې محبت ابدى روح دی ثانى نه لرى په هر چا مهربان دی هاغه نوم د محمد رسول الله ص دی چې يو نُور دآ تر ابده جاودان دی چې په كُل واړه صفاتو كښې يكتا دی د خالق د تخليقاتو قدردان دی د امت په غم غمجن چې همېشه دی له ازله نازولی د يزدان دی ځكه هر وخت له غمونو بې پروا دی لايق ستا د صفتونو ثناخوان دی. "صلوا عليه واله"

"مقام"

چا چې ستا لار خپله كړې خپل مقام ته رسېدلی بې منزله نه دی پاتې تل مرام ته رسگيدلی. پوره مې شوې ائ ربه مدعا د مدينې حاضر شوې په دربار كښې د اّقا د مدينې ما ښه په چغو چغو ئې په څنګ كښې اوژړلی كړی ښكل په دواړو سترګو مې هر ګاه د مدينې درود او سلامونه مې وئيلی په سلګو كښې كتلی په حيرت راته هر چا د مدينې د خپلو ګناهونو اعتراف به ولې نكړم شفيع چې په محشر شته مجتبى د مدينې ارمان كوم ارمان دی كه ارمان زما پوره شى چې اُوبلى مې ځان ته شهنشاه د مدينې دا عمر مختصر دی دريغه دريغه كه تمام شى په خوا كښې د نبى خيرالورى د مدينې لايقه هاغه خلق بې پروا دى له هر غمه لرى چې په زړګى كښې التجا د مدينې. "صلوا عليه واله"

"عبادت"

ستا تعريف كول مختاره له ازله عبادت دی ستا عظمت له فرښتو نه بره بره دی اوچت دی. ستا د حُسن ثناخوان ارض و سما دى عظمتونه دې عظيمه په رښتيا دى ښائستونه د فطرت د ورشوګانو ستا د نور د تجلو ځنې پيدا دى مونږه واړه پېژندلى ستا له مخه تذكرې كه د دنيا كه د عقبى دى انس و جن هم فرشتې له ابتدا نه پتا وائي درودونه ټول لګيا دى ستا مقام له همه واړو نه اوچت دی چې راغلى څومره څومره انبياء دى زه چې هرڅنګه ليكل كووم حبيبه ص دغه هر څه رابښلى ستا ثنا دى زه منكر له ګناه نه يم خو غاور يم دلاسآ چې تل راكړآ مينې ستا دى څه تعريف به يې ته وليكې لايقه ستا له خياله دا رنګونه ډېر بالا دى. "صلوا عليه واله"

"شفيع"

بې پروا يم له محشره چې شفيع زما اقا دی علامت د بندګۍ دی ښه ده ښه ده چې "زما" دی. لامكان ته چې بللی الاالله دی دا اعزاز د محمد رسول الله دی نازولی له ازله پيدا شوی په نبيانو كښې له هر چانه بالا دی د حدونو د ګمان نه لرې لرې د رحمت سيوری ئې خور په هر خوا دی كه يكتا دی په جلال او دبدبه كښې خاكسارۍ كښې هم له هر چانه سېوا دی چې پيدا ئې جهانونه شول له مخه محمدص د عظمتونو شهنشاه دی عارفان ئې نُور پخپلو سترګو وينى په هر څه كښې په هرڅه كښې هويدا دی يادول ئې بندګى د كردګار ده پاك نبى د زخمى زړونو مسيحا دی حسرتونه مې ترې ټول زار شه لايقه چې سكون مې د زړګى د هرې ساه دی. "صلوا عليه واله"

"خوب"

دا ارمان لرم سينه كښې كه نصيب مې شفاعت شى مئينتوب مې "مئينتوب" شى محبت مې محبت شى. چې زهير خفه زړګی كله زما شى ستا نامه مې بې اختياره خولې ته راشى څوك چې ستا دربار ته راشى په سلګو كښې كه ګدا وى د ټول عمر شهنشاه شى اطاعت دې عبادت او بندګى ده ستا د نوم سره تكميل د "الالله" شى چې دې وينى څوك د ذات په اّئينه كښې ائينه ئې د زړګى ټوله صفا شى نړى وال دې معترف د صداقت دى تذكرې دې د عظمت په هره خوا شى ما دا ستا لمن نيولې ده حبيبه ص درېغه درېغه كه مولا رانه رضا شى مجموعه د كُل صفاتو دی لايقه مزمل كله ياسين شى والضحى شى. "صلوا عليه واله"

"نصيب"

چې په چا د رب نظر شى د هر چا نه معتبر شى چې غلام د مصطفی(ص) شى نازولآ د اكبرج شى. څوك چې ستا د صفتونو ثناخوان شى هله پوهه په رازونو د عرفان شى ستا د ذكر نه بغېر نيمګړي ښكارى تذكرې كه د مكان او لامكان شى خامخا به تر منزله پورې رسى څوك چې ستا د محبت په لار روان شى چې دا ستا د نُور ځلا پرې راخوره شى هاغه عمر تر ابده جاودان شى دغه ستا د لوئي څومره لوئی اعجاز دی چې خاكروب دې د روضې شى نو سلطان شى د خپل ذات منزل ته هله اورسېږى څوك چې ورك په وسعتونو كښې د ځان شى چې په صدق باندې ستا لمن ته راشى هاغه څوك به له افاتو په امان شى چې څوك لار د نبىص خپله كړى لايقه نو بيا هله معتبر شى "مسلمان" شى. "صلوا عليه واله"

"خواهش"

زما بله اسرى نشته ځكه سترګې مې نيولى ستا د مينې پلوشو ته مرادونه مې سينه كښې غلی غلی زمزمې كړى درېغه درېغه كه پوره شى مدينه مې "مدينه" شى. پيدا ده ستا له مخه ابتدا د زندګۍ نيمګړې بې لتا ده هره ساه د زندګۍ جلوې چې ستا د نُور په كائيناتو راخورې شوې ښكلا هله ښكلا شوله ښكلا د زندګۍ چې لاره كړى څوك خپله ستا د پاكې سوچه مينې رسېږى به منزل ته خامخا د زندګۍ په ډېره عاجزۍ مې ستا نامه ده ياده كړې غوښتلې چې مې كله ده دُعا د زندګۍ ای كاش چې ستا رضا او ستا لقا زما نصيب شى مقصد به له دې څه وى بل زما د زندګۍ نه زمكه نه اسمان نه به دا واړه كائينات وو پيدا شوه ستا له نُوره هره ساه د زندګۍ لايقه شفاعت كه مې د خپل اقاص نصيب شى حاصله به زما شى مُدعا د زندګۍ. "صلوا عليه واله"

"شعر"

كه سيرت د محمدص پېژندل غواړې قراّن لوله ټول سيرت د مصطفی دی. ته شفيع ئې د عاصيانو، ما ده ستا لمن نيولې رهنما د ګمراهانو، ما ده ستا لمن نيولې. ستا عظمت ته كله رسى، د وختونو عظمتونه ئې بادشاه د بادشاهانو، ما ده ستا لمن نيولې ما د تورو تورو شپو نه، د ژوندون صبا ته بوځه ئې رهبر د رهبرانو، ما ده ستا لمن نيولې چې د چا وركې اسرې شى، نو بيا ستا لورى ته ګورى ته ئې ډاډ د مظلومانو، ما ده ستا لمن نيولې ته د هاغو مددګار ئې، چې د چا مددګار نه وى ئې اسرى د بې كسانو، ما ده ستا لمن نيولې تا غمونه تل ژړلى، هر ساعت د خپل امت دى ئې غمخور د امتيانو، ما ده ستا لمن نيولې زه لايق ډېر ګناه ګار يم، ستا د فضل اُميدوار يم ته سردار ئې د نبيانو، ما ده ستا لمن نيولې. "صلوا عليه واله"

"ايمان"

چې خاكروب دې د روضې شم هر ارمان به مې پوره شى كه مې مينه ستا نصيب شوه نو ايمان به مې پوره شى.

-
بېرته شاته