(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمحمداجان یار شعرونه

ساندې

سپين ږيري بابا په خپل سر باندې لونګۍ سمه كړه، بيا يې غاړه تازه كړه، هر چا د هغه مخ ته كتل، چې بابا به څه خبره كوي؟. بابا يو نظر د ناصر باغ كېمپ خړو كېږديو ته وكتل، بيا يې يو سوړ اسوېلى وكړو: _ ارمان ارمان دى خپله وطنه! د سپين ږيري بابا د زړه د تل نه راوتې اسويلي د هر چا په ذهن سوالونه راپورته كړل، خو بابا د زړه خبره په زړه كې پاتې نه كړه: _ موږ به خامخا ځو اخر تر كومې به د "پردو" لاس ته ناست يو؟ زه يو خوا ته ولاړ وم، دغه هرڅه مې ليدل، ماته د سپين ږيري په خبرو كې ډېر لوى اعتماد واضحه ښكارېدو. خبرې وشوې او هر څوك د خپل خپل سوچ سره په خپله مخه لاړل، خو زه بيخي اټاله پاتې شوم. د سوچونو يو داسې خړ سېلاب په خپله غېږ كې واخيستم، چې "وركې د نظر د حدونو بيخي پته نه لګي" هو، وطن، وطن وي، خپله خاوره خپله مور وي، د لوى افغانستان هاغه بې شمېره ګلالي ماشومانو ته مې خيال شو، چا چې تراوسه صرف د خپل وطن كيسې اورېدلي دي. چا چې تراوسه صرف د خپل كور كلي تصور كړى، خو لا په خپلو سترګو يې د خپل بابا وطن نه دى ليدلى او بيا د فكرونو په نيلي سور د پښتونخوا د حدونو نه ډېر لرې لاړم ان تر اروپا ورسېدم. دلته مې ډېر افغانان په نظر راغلل، د هغوى په مخونو كه هرڅو د لږ څه اطمينان نښې ليدل شوي، خو ما په دغه اطمېنان كې د تالا واله افغانستان عكسونه واضحه ليدلى. زه د اروپا په ښاېستونو كې ورك ورك ګرځېدم، چې د كبير ستوري نوم مې تر غوږه شو، زه پښه نيولى شوم، په دې خيال چې دا واورم، چې زما ددغه محترم مشر تذكره څوك كوي، چې سترګې مې واړولې نو هلته د كونړونو د خاورې يو بل حساس وطنپال او پښتوپال پښتون ولاړ و. ما په لومړي نظر كې هغه وپېژندو، ځكه چې ما دغه قام پرست ملګرى د خپلو ليكونو په هنداره كې د وړاندې نه ليدلى و. دا محمدا جان يار و. يو شاعر، يو ناول نګار، يو افسانه نګار او ددې هرڅه نه سېوا په خپل قام او خاوره كې محمدا جان يار!. "يار" ماته وكتل، د ملګرو ټولګي نه راووتو، جوخته غاړه يې راكړه، بيا يې زما په اوږه لاس كېښودو، زه ورسره په درنو درنو قدمونو روان شوم. ماته يې غلي غوندې وويل: _ ملګريه! زه نه پوهېږم، چې څنګه به يو ځل بيا په خپله خاوره سپرلى وينم؟ كله به د هاغه رنګونو او ښاېستونو سيلونه وكړم؟ كله به د خپل كونړ په سپرلو كې د ځوانۍ خاپونو لټون وكړم؟ ما د هغه مخ ته وكتل، نو راته پرې د فكرونو او سوچونو تورې لړۍ واضحه ښكاره شوه: _ نو دلته خو هرڅه شته او په افغانستان كې دداسې ژوند تصور نه شوى دى او نه كېدى شي؟ محمداجان يار يوه اوږده ساه راښكه او ويې ويل: _ روره! وطن، وطن وي او موږ په دې هم پوهېږو چې دا هرڅه راسره چا وكړه او بيا يې وويل: وطن يې زموږ لوټ كړو ښه په غټو ورته ګورو چـــې عقل بــــه بيا كـله دې سرونو ته راځي ما د محمداجان يار دغه شعر د زړه په غوږوونو واورېدو او د احساساتو په ژبه يې پوه شوم، ورته مې ويل: _ ياره! ستا شعر خو زه داسې وبوږنولم. هغه بيا يو سوړ اسويلى وكړ او ويې ويل: _ وروره! دا شعرونه نه دي، دا څړيكې دي، چې د زړه د تل نه مې راځي. بيا يې وويل: "يار" ته خو راواخله د وطن كيسه لګي په ده ښه د كابل جان كيسه ما به څه ويل، چې محمداجان يار بيا وويل: خداى زده د كلي مرغۍ چېرته لاړې؟ دلته كــــارغــــان د بـــل وطن راغلي    د نيمو شپو ټپې دي ګرمې پكې رانه د كور كلي حجره پاتې شوه محمداجان يار شعرونه ويل او زما د زړه زخمونه تازه كېدل، ځكه چې زه د پښتون قام په دغه بدبختۍ زهيرېدم. ماته هاغه ټول تاريخي حقيقتونه مخ مخ ته كېدل د كومو په ذريعه چې په شعوري توګه د پښتون قام د وجود د تالا والا كولو هڅې لا هم روانې دي. ما دا سوچونه كول، چې خدايه نن به څومره حساس شاعران لكه د محمداجان يار د وطن ساندې وايي؟ څومره بې كوره پښتانه به د خپلې خاورې په ارمان وي؟ خو دا د حالاتو جبر دى او د محترم رحمت شاه ساېل خبره چې "جبر نازولى وي" نو موږ د وخت څپېړو ته مخونه نيولي دي، تر كومې به مو وهي او چرته به مو رسوي؟ موږه يې تعين نشو كولى. ما به لا نور سوچونه كول، چې محمداجان يار راته وويل: _ ولې ملګريه! ته خو لكه چې خپه شوې؟ بيا په خندا شو ويل پرېږده سوچونه په دې به عمل كوو، چې: "د جانان غمه په خندا دې تېرومه" زه خو ګوره په دې هم پوهېږم، چې: صفــــــا صفــا خبره راته وكړه ته هله به جانانه سپينه خوله دركړم ما ورته وويل، چې "ياره" منم چې ستا په شاعرۍ كې رومانيت هم شته، تغزل هم شته، رواني او موسيقيت هم شته، خو په مجموعي طور دا د وطن ساندې دي. دا د وطن نه د لرې والي احساس دى، زه ستا ددې شعر نه هم خبر يم، چې: دې خوار نصيب رابېل كړم د وطن د تاترو نه پيدا ومــه خــــزان كــــې پــه خزان ورژېدم "يار" چې زما نه خپل دا شعر واورېدو، نو په سترګو كې يې اوښكې راغلې، دومره قدر يې وويل، چې هو لايقه ته ما پېژنې! زما د ژوند دغه يو ارمان دى، چې: دا زړې حجرې به كله شي ابادې پكې غږ د يه قربان او بيا غزل شي ما د "يار" په اوږه لاس كېښود، ورته مې وويل: غم مه كوه وروره! په توره شپه پسې سبا راځي او دغه وخت يو افغان ماشوم په چغه وويل، چې:"واخلئ تاوده وږي، واخلئ تاوده وږي" ددې چغې سره زما د فكرونو لړۍ وشلېدله، چې خيال مې وكړو نو زه د ناصر باغ د كېمپ مخ ته ولاړ وم او وړو وړو افغانانو په بوجو كې د لارو نه كاغذونه راغونډول. ما يو سوړ اسوېلى وكړ، په درنو قدمونو د هاغه ځاى نه روان شوم. د ځان سره مې دومره قدرې وويل: د ظالمانو دې كور وران شي چې يې تالا كړل زموږ ښكلي ګودرونه لايق زاده لايق ډاېرېكټر ريډيو پاكستان _ كوهاټ 27 مارچ 2007

هاغې پورې تاترې نه پورته غږ د يه قربان شو بيا د كوم لاروي زړه كې ښكته پورته خپل جانان شو زه هم واخيستم يادونو يوې ټپې ته مې ځان جوړ كړو چې ناڅاپه راكټ راغى ډز شو كلى زموږ وران شو 16/3/2005    غزل د زړه بلبل مې ژاړي چې ګلزار وسوځېده پردي اور كې زمونږ كلى او ښار وسوځېده بيا بلې بلا كډه زموږ وران كلي ته راوړه ستي لوړ مازديګر شولو سهار وسوځېده د كليو شنو ګودرو باندې بل غم راپرېوتى د لويې لارې په سر ها غټ چينار وسوځېده كوڅې له برېتورو نه هركلي كې خالي شوي منګي شول دړې وړې چې سېتار وسوځېده په چم كې به مې بيا د يه قربان غږ نشي پورته ټپې شولې سرسامې يكه زار وسوځېده راټول شول اسويلي د ليلى دښته كې لمبه شول د هر پښتون يتيم ورپكې پلار وسوځېده په سوي كڅ مې لا پسې سكروټې راورېږي له دې غمه زخمي زړګى د يار وسوځېده. 13/3/2003 كولن، جرمني    غزل د وينو څاڅكي راورېږي د ګلونو چم كې د انځورونو تماشې دي د رنګونو چم كې ازغو نيولي په منګول كې د وږمو وزرونه لوخړې خېژي د باروتو د عطرونو چم كې د مينې خيال خو د هندارې په پنجره كې بند دى دا ستړى وړى كله خوب وړي ښاېستونو چم كې كوچۍ خندا به بيا هېلبند دښتو كې پورته نشي خوښي به رانشي هېڅكله د زخمونو چم كې سندرې ګرانې شوې بلبلو ته د عشق په ژبه مړې ولولې شولې د خوارو ارمانونو چم كې وږمې خورې كړه ننګرهاره د ګلونو ښاره چې په خندا شي نارنج ګل د وربلونو چم كې وځي ياغي خيالونه خامخا ياغي مغزو نه زلمي به پورته كړي ګردونه اتڼوڼو چم كې د يار په وچو شونډو هله به خندا خوره شي چې ژړا بس كاندي سندرې د سازونو چم كې 18/6/2001 كولن، جرمني    غزل په مينه مې رقيب له لاسه اور ولګېده د ښكلو چم كې غلى غلى شور ولګېده غماز راته په مينه باندې اور كړلو راپورې په سپينو پرښتو باندې څه تور ولګېده باران غوندې نظر يې اورېده زما په لوري افسوس چې په جانان مې اثر نور ولګېده دا ستا ناز و مكېز مې په لېمو كې دى ساتلى قاتل د مينې راغى زړه مې خور ولګېده سور لاس د غماز ونيوه مرۍ زما د مينې د هر چا ګوزار سم زما په كور ولګېده اشنا د خولې خبرې مې په زړه باندې پټۍ دي د يار غزل په زړه زما ټكور ولګېده 2/8/2003 جرمني، كولن ښار    غزل شم ماشوم كله سكروټو او سپرغو سره لوبېږم سين په غاړه سپينو شګو، كوتڼو سره لوبېږم د هاړ سرو غرمو ته رغړم د سين سپينو شګو غېږ كې هاغه چم ګاونډ ماشومو جينكو سره لوبېږم د سپېره ډاك خړو خاورو د اغزو منځ كې مې شپه شي دې خزان وهلي بڼ كې سرو غوټو سره لوبېږم د ماښام توره تيارو نه كړمه څېرې لمن ډكه د خپل وران كلي كوڅو كې له كوتو سره لوبېږم خيال كې اوړي راوړي هغه ماشومتوب او زلميتوب مې لاړ شم هاغې وخت شېبو ته اندېښنو سره لوبېږم اوسنى پړاو د ژوند خو بيخي هسې ګچې ګول كړم تش بادېږي اسويلي مې له سلګو سره لوبېږم دا تراخه حالات چې ياره كله ستا عقل ياغي كړي لاره وركه شي له مانه لېونو سره لوبېږم 9/12/2005 جرمني، كولن    سوله كچكول د خير مې دى په غاړه د بل چا وطن كې الهي نوره سوله راولې زما وطن كې څومره اوږده شوله په مونږه دا غميزه نوره بچي راوړي د نفاق تورې بلا وطن كې د غم غدۍ رالګېدلې ده په مونږه باندې وشول بې رحمه تالانونه زما او ستا وطن كې نور دا غريب ملك له جګړې نه په امان كړې ربه يار شو بې واكه خپلې ابۍ او د دادا وطن كې 18/6/1993 كولن، جرمني    غزل قاتلان په غاړه ډكې ګردنۍ وړي دا ښكاريان زما د غرونو غرڅنۍ وړي څه تالان مې په ملي شتمنۍ وشو دې ريښې رېښې ګرېوان نه مې تڼۍ وړي هديرو نه مې هډوكي ځي پنجاب ته د كونړ د غرو نښترې خو دوبۍ وړي لېوني لېوان راځغلي زموږ غرو ته په غاښونو كې ددې وطن هوسۍ وړي لږ راكوز شه د رباب كوزو پردو ته دښمنان دې ادم خانه درخانۍ وړي د بل چا په ښاېست تېر نه وځې ياره مَېن زړونه ستا د خپل چم لېونۍ وړي    غزل كوم ګرېوان به تر لمنې پورې دوه شي چې د چا په سترګو پورې تور كجل شي لېوني به خپل ګرېوان تڼۍ، تڼۍ كړي چې وربل يې پاس په ورېځو ول په ول شي ټول بدرنګه دي مخ خپل كلي ته ستون كړي چې ښاېست زموږ د كلي يو په سل شي دا زړې حجرې به كله شي ودانې پكې غږ د يه قربان او بيا غزل شي ددې خپلې خاورې مينه راسره ده په قسمت كه د وطن ناوې مې مل شي چې د يار په كور چا اور دى لګولى د هغه په كور دې هغسې اور بل شي 12/4/2001 جرمني، بون    غزل شونډې اغزو بيا په ګلونو ايښي مالګې غماز په پرهرونو ايښي قاتل د ګلو اوروي اورونه د غضب نښې يې په زړونو ايښي افسوس له ډېرې بې وسۍ له لاسه سرونه موږ په زنګنونو ايښي بيا به له كومه شي هغه ننګيالي چې سپينې تورې يې په سرونو ايښي ساتي به هغه خپل وطن له غېرو چې هتكړۍ يې په لاسونو ايښي مور دې پې بوره شي پښتون خو نه دى له زوړ دښمن سره يې لوزونه ايښي د تورو زېرمو د نيولو په نيت زورور هرځاى كې دامونه ايښي بې اسوېلو نور څه كوى شې ياره؟ دښمن دې بيا په كور ګامونه ايښي 22/5/2003    غزل دا ځل درانه ګامونه اخلم په كرار ځمه څو پښتانه ګامونه اخلم خو هوښيار ځمه دلته دا ټولې لارې ګوره هديرې ته تللي ځانته به نوې لاره ګورم پخپل وار ځمه په زړو لارو زياتي نه ځم ستنوم ګامونه د مينې لاره باندې هر كله سرشار ځمه ډېرو له ځان سره په بدلو لارو بوتلمه زه چې اسوېلو وي پاكه كړې په دا لار ځمه په منصوري لاره يار درومي د جانان كلي ته كه رقيب لارې ټولې بندې كړي په دار ځمه 16/5/2004 جرمني، كولن    غزل د مخ ښاېست دې د زلفانو په تورتم واخيست دې تورې شپې رانه دا سپين سحر يو دم واخيست په تروږمۍ كې راايسار يمه رڼا ده چېرې؟ پخپل نصيب كې مې ټول عمر د چا غم واخيست په خليته لارو چې درومي خود به لوېږي هغه كسم كه بيا مې په بدل لاره قدم واخيست هره ادا به دې د زړه تاخچه كې ساتم اشنا كه دې په مينه كې قدم راسره سم واخيست خپلو وروښودم پردو په غشو وويشتمه د نفاق اور د يار په كلي كې هر چم واخيست 6/1/2005، كولن، جرمني    دوعا ربه توبه مې ده چې هسې ګنهګار نشمه زموږ امام پسې كافرو اقتداء كړې ده په سجده پراته شېخان اوس هغه وعظ نكړي بيا يې سياسي بازار كې چا سره سودا كړې ده خوشې ټول عمر دې بدل واعظ ته ولې ناست وم؟ خلكه اسلام په نوم ده څومره ناروا كړې ده هر څوك به لولي اوس زمونږه د نادودو كيسې د تباهۍ وسه په موږ باندې هر چا كړې ده يمه پوه شوى چې هر څه مې پردي كېږي رانه خپلې پښتو باندې مې دا ځل بسم الله كړې ده ټينګ پښتانه ګامونه اخلم ياره ورو ورو به ځم راته په خوب كې خوشال خان بابا دوعا كړې ده 28/2/2005 جرمني، راين غزل اوښكې ګرېوانه كې لارې لارې ځي خولې نه مې اوږدې اوږدې كوكارې ځي اور دى لګېدلى په نصيب زما ځكه مې له سترګو اوښكې دارې ځي لولپه شو هسې دا ګوګل زما كوكې مې له خولې نه له ناچارې ځي هرڅه نه حالاتو سم بې غمه كړم چيغې مې هرخوا ته خوارې خوارې ځي ګرځي غمازان د يار په كلي كې! سوي اسويلي مې په څو وارې ځي 20/12/2003، كلن، راين    بلا دا ستونى مې راډك شولو ژړا راغلې ده كاله ته مې د بل وطن بلا راغلې ده خپه نشئ جانانه زما ډېره بې وسي ده دا لويه بدبختي موږ ته پخوا راغلې ده په ډېرو د كپسې غوندې ناسته دابلا ده په هېچا داسې نه ده چې په ما راغلې ده زما زنګينې تورې نه لا اوس هم په لړزه ده خو دا ځلې په زور ددې دنيا راغلې ده ددې بلا قوت او ياره ستا خالي لاسونه خو ستا د كور بېتي ورسره صلا راغلې ده 31/12/2004 كولن    قطعه وچې نه كړې اوښكې دې په مخ باندې وچ پتري د وچو شونډو اوبه غواړي بيا ولاړ ملنګ دى دروازې ته دې سترګو نه دې مات كچكول كې څه غواړي 28/1/2006    څلوريزه دلته خو هر چا خپله طالع ښه ازمايلې ده پام كړه زوروره! ستا هم شپې ورپكې ګرانې دي دې كنډ و كپر كې له ډېرو نه ساه وتې ده دلته ارادې د يرغلګرو پښېمانې دي 5/6/2004 جرمني، بون    شكرې راځئ چې وكرو سندرې زړو كې پيدا كړو ښې ښې شان خبرې زړو كې ځان به راونغاړو د ترخو نه زياتي نه ساتو بس دى زورورې زړو كې د اتفاق او د ورورۍ په تمه كينه نور نه ساتو هېچرې زړو كې د نوي ژوند ساز ته به غوږ ونيسو چې شي ترخو په ځاى شكرې زړو كې يوځاى به وخاندو په ګډه سره چې ارزوګانې مو شي غوره زړو كې ځئ چې ګېلو او له ناندرو نه وځو هيلې پيدا كړو معتبرې زړو كې وكړو خبرې د منطق په ژبه ورك كړو دا ډار وېره او لرې زړو كې ياره يو بل ته سره غاړې وځو خبرې يو شي لرې او برې زړو كې 7/9/2001 جرمني، كولن كوروايلر    غزل زړه مې نرى د پيپل پاڼه كې سلام دروړي څه نوى شور رالګېدلى دى پېغام دروړي زموږ له پاسه د رڼو ستورو مرۍ غوڅې شوې ډېوې شهيدې شوې ورغوي كې ماښام دروړي شفق له ستوني نيول شوى ترې سرې وينې څاڅي سرې ماښام څاڅكي د وينو ګام په ګام دروړي د سپېرې دښتې لارويه جل وهلى اّشنا د كونړ سيند نه پښتنه درته ډك جام دروړي دا كوزې لارې ټولې بندې دي، پاس لاره څاره د كور كوتره په وزر كې حال د بام دروړي په صراط وړي به، هرڅوك ياره ګنهګارې نغمې ډېر ګناهونه به د وران جومات امام دروړي 4/6/2002 جرمني، كلن راين غزل وطنه زما تنه زه له تانه پاتې شوم نصيب دې زما ورك شي له جانانه پاتې شوم پردي اسمان دلاندې تورو ورېځو كې مې ګوره خبر نه يم له ځانه چې له ځانه پاتې شوم د وخت د ناكردو نه رانه پاتې كلى كور شو اشنا سره بې لوزه او بې ايمانه پاتې شوم ترخو ترخو حالاتو كړه خندا له مانه هېره ټول عمر مې ژړا ده له خندا نه پاتې شوم هر چا دي رسولي قافلې خپلې منزل ته دا زه لېونى يوازې له كاروانه پاتې شوم كږې مېچنې موږ باندې واعظ له لاسه وشوې دده په اوتو بوتو له جهانه پاتې شوم اوس ماته ياره پاتې د اسرې ځاى چېرې نشو خالي خالي لاسونه سرګردانه پاتې شوم 11/3/2004 جرمني، روګندرف    تور چم كې اوښكې ګرېوانه باندې روانې شوې شپې ورځې په دې وطن كې ګرانې شوې خپل او پردي يو بل سره دښمن شولو هيلې نورې ژوند پورې حېرانې شوې ټولې لاپې شاپې سر كې ماتې شوې ګډ په وير شهيدې ارواګانې شوې شرم، غېرت تللى ككرو نه دى تور چم كې سوالګرې مې بيبيانې شوې لاس تر زنې كېناوه حالاتو يار پاڼې د تاريخ يې تاڼې تاڼې شوې 3/1/2002 كولن، راين    غزل راځئ په ګډه د كونړ غرونو ته لاس پورته كړو چې له ځنګلو يې د نښترو جنازې لاړې پردو قاتلو مې په غرونو باندې لو ګډ كړى له هر نښتر د زړه نه سرې سرې ترازې لاړې هېڅوك د مه ويلو نشته هديره دى وطن هم مې د وران كلي كنډرو دروازې لاړې د تور لينګيو او د وخت وږي چړي له لاسه ټولې دنيا ته مې څه خوشې اوازې لاړې سترې بيبيانې شوې بې ستره په پردو كوڅو كې د بې پردۍ زموږ هرځاى كې انګازې لاړې زه به تر مرګه له همدې ناخوالو سر ټكوم ياره دنيا نه ارمانجن او بې مزې لاړې 4/3/2005، جرمني، كولن غزل د رقيبانو په زړو بيا ډېره غوسه پرته ده په ژوبل زړه كې مې د وران كلي كيسه پرته ده قاتل د حسن راګډ شوى مينې قتل شولې د غره هوسۍ مې هم سورۍ سورى سينه پرته ده ګرد دى په سپين مخ باندې پروت دى وچې شونډې ښكاري خداى خبر خيال كې درته كومه تلوسه پرته ده مونږه د ژوند په اوږو وړي تل درانه بارونه زموږ نصيب كې بس همدغه سلسله پرته ده دغو حالاتو ته چې ګورم خندنى غوندې شم راته د ژوند په هر پړاو كې دسيسه پرته ده سپېرو بادونو يكه زار له غرو هوجرو نه وړي هغه له ښكليو ډك مالت اوس هديره پرته ده غوټۍ د هيلو د ارمان په لمبه، لولپه شوې ووايه ته زمانې ستا راسره په څه پرته ده تقدير زمونږ له جهنم د سرو لمبو سره دى تل پښتنه خاوره په جنګ كې تكه سره پرته ده ته اوروه دې د سكروټو بارانونه په موږ د اّزادۍ مې د وطن سره وعده پرته ده چې دې حېرانې ورځ ته وګورم پوكي بادوم ياره ستا فكر كې همدغه وسوسه پرته ده 6/2/2006 جرمني، كولن    غزل ټول عمر رانه هسې په توبو تېر شوى دى بې كاره لاس تر زنې په فكرو تېر شوى دى د ژوند په راز خبر نشولو پټې سترګې ګرځو ډېر وخت مو په ګوندۍ او تربګنو تېر شوى دى بې علمه به يو ګام پښتو نه چېرې مخكې نشې دا څومره بلا وخت دې په جنګو تېر شوى دى ساعت ګړۍ خو نه ده له مودو مودو تېر وتى هر دم قدم ستا ټول په غولېدو تېر شوى دى هر چا شپې ورځې تېرې په خوښۍ او خوشحالۍ كړې ټول عمر د يار تل په اسوېلو تېر شوى دى 20/4/2001 جرمني، كولن    څڼور كوڅې زموږ د ښار د لېونو نه خالي نه دي دا غرونه د وطن مې د زمرو نه خالي نه دي شپونكيه ګوتې پام كوه شپېلۍ نه ليرې نكړې ډاګونه تاترې دې د رمو نه خالي نه دي تالا والا كڅونو كې به وخاندي ګلونه ګوګلې خامخا له اسوېلو نه خالي نه دي شېبې د ټنګ ټكور ورپكې هر وخت كې تودې وي هوجرې د پښتنو له مېلمنو نه خالي نه دي روانې قافلې پسې خو ځان رسول غواړي دا كړپې ګرانې لارې له لوېدو نه خالي نه دي دا چوپې سندرمارې به بيا ځلي په ګډا شي وستلې ميدانونه هم زلمو نه خالي نه دي ډوله ته به رادانګې څڼور ځوانان د كلي جذبې د پښتنو ياره پښتو نه خالي نه دي 24/9/2001 جرمني، كولن    غزل شړنګ د سېتار غږ د جانان شغ د نښترو غېږ كې په سردرو كې رالوى شوى يم سندرو غېږ كې ځي راځي غوږ ته انګازې مې لا هماغه شانته كله به پورته شي منګو بغا ګودرو غېږ كې خُمان به بيا زلمي كونړ د سيند په غاړه تش كړي شوګېر وهلي به ويدې شي زورورو غېږ كې په شاړو دښتو او درو كې به ټپې پورته شي سوله به راشي د هوا سپينو كوترو غېږ كې شي دړې وړې منګوټي به مېكدو په غاړه ځوانان به وړي خواږه خوب وي سترګورو غېږ كې كم به نصيب وي ياره ستا د ټپې وار چې راشي چې ارمانونه په خندا كړم در په درو غېږ كې 19/10/2004، راين په غاړه غزل ما مې جونګړه جوړوله رقيب ورانه كړله د زړه په سر راته هغه خونه ودانه كړله درباندې پوه يمه مطربه تال دې بل شانې دى څنګ په هوجره كې دې بدل نغمه روانه كړله سر چپه كوډي د حالاتو جادوګرو وكړې څومره خوږه مينه يې بېله ما او تانه كړله د غزل توري به د تورو سترګو تور كې ساتم كه شاعري مې له سايل او د كاروانه كړله هله به ياره ښه شعرونه او غزلې ليكې كه دې ټپه بيا له سندرو يه قربانه كړله 14/3/2003 جرمني، كلن ښار لار عذابونو زېږولى يمه شېخه ولې وركه ديې كړه مانه د جنت لار چې پخوا دې كړې هاغه خبرې نه كړې تا كړه څنګه د سوچه اسلاميت لار كله هم خو داسې نه و چې تا وكړل ده معلومه موږ ته ښه د شريعت لار د سوچه ږيرې او ښې سپينو جامو سره ستا لپاره وه جومات د شرافت لار خوشې هره خوا دې وكرل اورونه اسلام هېر كړو تا نيولې د قدرت لار خوار ولس دې د بلا په خوله كې وركړو ورته جوړه دې كړه ژوند كې د ذلت لار په دېوانو يې خپل دين له مرۍ ونيو ياره وركه شوه پښتو او د غېرت لار 4/6/2002 جرمني، كولن    كنډر كنډر وطن كې مې سلګو نه بل څه نشته مزار ته مې د اوښكو ډيوې هر ماښام راوړه كولن، راين    بازان خبرې غواړي خيالونه مې په زړه كې د جانان خبرې غواړي غمونو او دردونو كې خواران خبرې غواړي بې پلاره ماشومان زمونږ د وران كلي كوڅو كې يه خلكه دا به څنګ شي يتيمان خبرې غواړي دي لارې جوړې كړي يتيمانو په مخ اوښكو د وير له لاسه دلته لوند ګرېوان خبرې غواړي ړندې شوې هغه مينې حسن ګونګې ښاپېرۍ شوې ګذران د مينې ګران شو عاشقان خبرې غواړي رالوتي تور كارغان مې په فضا باندې كاغ كاغ كړي زما د غرو سرونو كې بازان خبرې غواړي ځان جوړ كه ياره شابه چې نن ستا د ټپې وار دى غوږ غوږ دي تاته هله شاعران خبرې غواړي 5/7/2003 جرمني،راين غزل لپه دې نيولې تل د ځان په دوعاګانو ده خير به كله غواړې دغو خوارو پرګنو لره دا خو زنځيري دي بېخي تمه ترې نه، نه كېږي هېڅ ورتګ په كار نه دى ميالي صيب لېونو لره خوشې دي عبس ربه په دې خاوره ښېندلي دي هم دې اتفاق نه دى وركړى پښتنو لره دې د وخت لوټمارو ځانله دنګې ماڼۍ جوړې كړې پاتې په خالي ميدان پښتون دى تربګنو لره اړوې لاسونه بيا غورزي كوې پردي ډول ته نه ښايي بدرنګه ګډاګانې مېړنو لره بې له هغې بدو سترګو يووړه پښتنه ناوې مورې لوګى نه كړي حاجت نشته سپېلنو لره هېڅكله به يار داسې حالاتو سره جوړ نه شي ګوري دې څه بله چاره خپلو اندېښنو لره 13/11/2005 جرمني    غزل خوا ته رانزدې شه چې خپل زړه دركړم دې نه زياتي ووايه نور څه دركړم ته دې هم د زړه نه راته ووايه لوظ به د مينې همدا زه دركړم ښه صفا خبره راته وكړه ته هله به جانانه سپينه خوله دركړم خوا ته مې نزدې كړه خير دى ومنه مينه كې رازونه به ډېر ښه دركړم كله چې دې زړه كې يار ته ځاى وركړو راشه بيا به شونډو نه خواږه دركړم 5/7/2003 جرمني، راين    غزل غمونه او دردونه مې خندا ته نه پرېږدي بېلتون لارې نيولي ما اشنا ته نه پرېږدي مدام راته په سر د بدبختۍ كپسه ناسته شېبې د خوشحالۍ زمونږه خوا ته نه پرېږدي اغزنه غوندې لاره مې كاله ته راستنه ده تاو شوى د غم شپول رانه موږ چاته نه پرېږدي كافرې شانې ګوتې يارانې له مرۍ نيسي دا مينې د خوږو زړونو وفا ته نه پرېږدي د تورو غرو بلاوې راته مخكې مخكې كېږي ولس او دا وطن مې ارتقا ته نه پرېږدي شوګير د تورې شپې دې هېڅ سبا ورپسې نشته تيارې دي د وختونو څوك رڼا ته نه پرېږدي قتلېږي دلته مينه، محبت لويه ګناه ده ځه ياره خداى دې مل شه ما خو تاته نه پرېږدي 18/11/2000 د افغانستان د كلتوري ودې ټولنې په مشاعره كې    باد راوړم ګل نشومه غوټۍ وم په دامان ورژېدم له خپل وطن نه ليرې په ارمان ورژېدم ډېر ولټېدم ودرېدم د سوال په دروازو كې د وخت له ناكردو نه په خپګان ورژېدم پردو كوڅو كې خوشې لاړم راغلم سرګردانه ريدى د سوارو وم په بيابان ورژېدم دې خوار نصيب رابېل كړم د وطن له تاترونه پيدا ومه خزان كې په خزان ورژېدم مَېن د خپل وطن په كاڼو بوټو خو ارمان چې بې وخته بې وطنه بې جانان ورژېدم يار ولېږئ يارانو پام چې دلته يې پرېنږدئ باد راوړمه له كومه په المان ورژېدم    غزل د سيند په غاړه غاړه سپينو شګو په سر تلم سوچونو وم اخيستى هېڅ په ځان نه پوهېدم معلومه راته نه وه چې به چېرته زه روان وم په شان د لېوني غوندې به تلمه سرګردان وم ګرداب كې د يادونو چورلېدمه ډوبېدم خيال يووړم له المانه اّن د خپل كلي وستل ته حېران، حېران مې وكاته د سيمې ټول محل ته كسم د كاڼو بوټو په ديدن نه مړېدم چې ولګيدې سترګې مې په ورانو كنډرونو غړۍ كوزې پرتې وې د هاغو دنګو برجونو په ياد مې وړوكتوب شو په كوڅو به ګرځېدم نه هاغه خلك پاتې وو نه هاغه ودان كلى اى ياره پروت و لوټې لوټې ستا د جانان كلى راماتې مې شوې اوښكې په سلګو وژړېدم 15/7/2006 جرمن، كولن راين    غزل ساړه اسولي هر وخت زخمي زړونو له راځي پردۍ مرغۍ زموږ د كلي ونو له راځي چې عقل شي ياغي ژبه په ګډو وډو سر شي توبې چې خولې ته راشي لاس غوږونو له راځي سپېرې شوې د افغان د غرونو دنګې دنګې غاړې بدرنګه سوداګر يې چې وهنو له راځي ګېله راته پرېوتې غوړګي غلي غوږ كې وكړه تورمخي د پنجاب زما وژنو له راځي وطن يې زموږ لوټ كړو ښه په غټو ورته ګورو چې عقل به بيا كله دې سرونو له راځي يو وخت به دا سرسامې ككرۍ شي دړې وړې ماجرې پښتنې به ګودرونو له راځي شي پورته به ټپې د يكه زار په سرو درو كې سندرې به د يار نوي سازونو له راځي 6/2/2002 جرمني، كولن روګندرف    غزل غلى به يمه خو په زړه باندې توپان لرم سورۍ سينه باندې زخمي زخمي ارمان لرم د يوه باڼه اشاره ستا راته خروار ښكاري كمى مې نشته وايم ځانته لوى جهان لرم دا غمازان د محبت مې ستا له مينې باسي زړه كې جانانه ستا د مينې لوى فرمان لرم چرته ښكاره راسره پام د سترګو جنګ ونكړې په دې چنو او چم ګاونډ كې رقيبان لرم په پښتانه لوظ له ما سره ولاړه اوسه په ټيټ سر نه يمه بلد پښتون ايمان لرم د زړه تاخچه كې مې خو ستا د مينې پت خوندي دى وايي يار تا سره زه ټينګ عهد و پيمان لرم 8/3/1995 كيسې پرېږده نورې بس دى د ارمان كيسې بيا رته راواخله د جانان كيسې چاته ددې خپل زړګي حال ووايم تېرې شوې په مونږه د خپګان كيسې اوس د خوږې مينې كيسې پاتې دي يوازې به كوي څو رقيبان كيسې لاړه اوس خبره د كيسو شوله ډېرې شوې ترخې اوس د افغان كيسې دې كيسو كې خوند كسم دى نشته دى راشئ چې نور واورو د جهان كيسې چا هم راته ونكړه خوږه كيسه ټولو راته وكړې د خپل ځان كيسې يار ته خو راواخله د وطن كيسه لګي په ده ښې د كابل جان كيسې 8/4/2002    پسرلى په هر چا پسرلى ژوند يې ګلونو سره دى نصيب دې زما ورك شي له غمونو سره دى تاريخ خو مې غېرت او د مېړانې كيسې وايي تراوسه مې لا ژوند له سرښندنو سره دى په ځان يمه پوه شوى نه مې دا شوه او نه هاغه ازل مې ماتو ګوډو تقديرونو سره دى ورو ورو راته پخپل كاله كې ځان بې واكه ښكاري وطن او سر مې دواړه له ګواښونو سره دى دې تورو سپينو سرو راباندې خپله خوا كړه يخه ټول وخت مې ځنازو او شوګيرونو سره دى دې حال ته سوچ اخيستى يم خندا ده رانه هېره فرياد ځكه سينه كې ماتو زړونو سره دى پښې مې مېكدې په لوري لنډې لنډې كېږي ساقي اوس پردى شوى سرو جامونو سره دى بيا ځلي د جهان په قدرتونو كې ازمېښت شوم عظمت د خپلې خاورې مې ننګونو سره دى خوښي ده خوشحالي ده ياره هر خوا پسرلى دى دا ژوند يواځې زمونږه له ويرونو سره دى 2/12/2003    يو شعر زه به اتڼېزه سليمان د غره راواخلمه بيا كه تورې بورې په سر ژڼكي اتڼ واچوي 4/6/2005    غزل دردونه مې په زړه باندې جانان له لاسه دي راپېښې كشالې راته خپل ځان له لاسه دي كافر زما د مينې مرۍ ونيوه له ستوني زخمونه مې پراته اوس له هجران له لاسه دي په ما يې دا زما جونګړه سمه كنډواله كړه دا ټولې لاسوهنې پاكستان له لاسه دي تاجك دى،كه وزبك،كه هزاره ټول دښمنان شول ورانۍ او لمسونې د ايران له لاسه دي يو بل ته په ماشه تل سنګرونو كې پراته دي په موږ دا بدې ورځې خپل افغان له لاسه دي ترڅو چې پكې يار ستاسې د سر و مال نه خلاص شو نادودې اوس په موږ باندې جهان له لاسه دي 30/10/2002، جرمني، بون څلوريزه د تورې بورې سرته بيا ځلي ډول وخېږوه ياغي بادونو د وطن د ناوې شال وړى دى د ښار كوڅه په كوڅه اورمه پردي سازونه چا د هوجرې نه مې منګى او سېتار تال وړى دى    كلونه وشول چې روان يمه په وركو لارو په كومه لاړ شمه چې ورشم د جانان كلي ته دا ځل د زاڼو په كتار پسې مې نيت كړى دى كه په وزرو كې مې يوسي يو ارمان كلي ته راين، جرمني    بل ملنګ مطرب راويښ كړئ د رباب مزو كې ترنګ په كار دى نوى محفل، نوى سينګار او نوى رنګ په كار دى ما خو پخوا درسره لوز په پښتو كړى دى راته خالي ګلې دا ستا د بنګړو شرنګ په كار دى پردي وطن كجيران رالوزي زما غرونو ته ورته پامير او يا تور غره كې لوى ګړنګ په كار دى چې غنم وږي بل احمد ته په شمله وټومبي بيا ځل جرګې د پښتنو ته بل ملنګ په كار دى بله ملاله به شي پورته ميوندي كړيكې ته په دښمنانو باندې هغسې غورزنګ په كار دى د مينې جنګ دى خير دى بېرته كه راستون نه شومه ستا اننګو ته خو د يار د وينې رنګ په كار دى 6/7/1992 جرمني، راين    سپرلي ته سپرليه رانشې بې وخته دلته كلي ښارونه كنډوالې دي پرتې نصيب راوستې څومره سخته دلته موږ ته لا ډېرې كشالې دي پرتې د بڼ ځوانۍ لاړې نسكورې شولې سږ د همدې سپېره خزان له لاسه پېغلې غوټۍ ټولې سرتورې شولې ددې بې رحمه شان توپان له لاسه خداېزده د كلي مرغۍ چېرته لاړې؟ دلته كارغان د بل وطن راغلي په غوږو اورم خوشې كاړې باړې سرې بلاګانې له دكن راغلي دلته لو شوي د ګلونو څانګې د پېغلې سور سالو بادونو وړى هر يو زړګى د غم په ټال كې زانګي د كونړ يار هم دې غمونو وړى 24/1/2004   

-
بېرته شاته