(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

توره دهمت اودا څرنګه زړه دی

توره دهمت

داچه نن راته ماشوم له لوږی ژاړی وږی ګیډه یی له مونږمړول غواړی ای دقد رت په نیشه مستونظر و کی دا شکیدلی کمیسونه ګنډ ل غوا ړی هیڅ اثر زمونږه اوښکوپه ونه کړو ملنګه ستادګریوانه چیریدل غواړی زمونږکلی میلمه پال دی چه میلمه وی دا دسرونوسوداګر مو وتل غواړی نه په عذ ر شولوخلاص نه په زارو توره دهمت له غلافه ایستل غوا ړی *****

دا څرنګه زړه دی

دا څرنګه زړه دی چه درد یږی نه ویښ نه دی ویده دی چه خوږیږی نه ښه یی وینی چه په وینو کی لمبیږی د ملت په دغه حا ل خبر یږی نه نه پوهیږم چه داکاڼی دی که بوټی په بی کوره بی اسروچه زوریږی نه خدایه داڅرنګه زړونه شوپید بی احساسه په عزت چه پوهیږی نه کونډی ګوری یتیمات یی دی په خواکی سپین سر و پښتنو نه شرمیږی نه همدا آزار دی بس دی بی احساسه بی درده ککری خو دی ډیریږی نه

-
بېرته شاته