(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپل به مې نه شي څه پردي دي

خپل به مې نه شي څه پردي دي خلک داڅــــــــه بې خـونده بې مزې دي خلک زه پکې چاسره ملګری شمه قائیل دهرې نظریې دي خلک چېرته هم ځای دامن نه وینمه دهر طرفه راپسې دي خلک داسې په ویخه باندې خوب وړي دي په مړوحساب دي که ژوندي دي خلک اکمله چېرته څوک خوشحاله نشته هرځای په زړه زرې زرې دي خلک

Akmal Lewaney, spelled also Akmal Lewanee; Lewani
-
بېرته شاته