(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا پښتونخوا ده

د شمشاد له څوكې : چې په سرونو ددې بنا ده دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده ****** د هغو كسى په كې وتلى چاچې په سپكه ورته كتلى د ژوند په لاره نه دى ترې تللى څوك چې په تمه ورته راغلى د تاريخ پاڼه پاڼه ګوا ده دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده ****** چې په خاطر يې د تورو شرنګ دى لا په هيبت كې ګوره اورنګ دى چې طاقتونو ترې كړى څنګ دى دا غرونه نه دى ،سراسر ننګ دى دا د غيرت اود ننګ دنيا ده دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده ****** ددې هر كاڼى محشر محشر دى ددې هر بوټى دفتر دفتر دي په ژړا تللى ترې سكندر دى ظالم خوړلى دلته خپل سر دى د واقعاتو سره اشنا ده دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده ****** د غليم سر چې په كې ښكاره شى زور او قوت يې ايره ايره شى عقل ،شعور يې په تراره شى پردې د غدر يې پاره پاره شى د ظالمانو په ځان بلا ده دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده ******* چې تازه كيږى په ډېرو وينو وېنې قربان شه له دې ګلونو چې ساتل كيږى دا په سرونو سرونه جار شه ددې له غرونه زموږ د مينې ښكلې ليلا ده دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده ****** د هاغو خوله شه له خاورو ډكه چې يادوى يې په سپوره،سپكه هم يې هستى شه له هسته وركه ورته په غټه چې نظر نه كه دا د نيكونو زموږ ماوا ده دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده ****** دلته راغلى كه استعمار دى خو اخر تللى د مرګ په لار دى اورنګ كه دلته كړى ناتار دى خيبر په وينو لا لا له زار دى هر چا بايللې دلته سودا ده دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده ****** دلته لا لونه د بدخشان شته خو ددې سيمې څوكيداران شته دلته كه بوټى كېميا په شان شته په دې ځنګلو كې پراته زمريان شته له زمرو ډكه دا شاوخوا ده دا پښتونخوا ده- دا پښتونخوا ده

baheer -
بېرته شاته