(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لیک لوست ژبه

د غــږ د ژبــې نــه ، د لـــیـــک ژبـــه پـــخــه ده د لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده چــا چــې لیــکلــي کـتـابـــونـــه ، ژونــــدي بــــه وي د ولس زړه کې به تـل پـاتـی ، خـونـدي بـه وي دا ئــې خــپــل قـام تـــه پــریښودلی خــزانــه ده د لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده لیک دی ژوندی ساتي دونیا کې ، ژوندی به ئې تــاریـخ به ویـاړی په تـا ګــوره هـر ځـای بـه ئــې مــعــنــوی پــانــکــه ده چــې قـام ســره پــرتــه ده د لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده څوک چې د لیک پـه ژبـه قام ته ، خدمـت کــوی د خپل وطـن پـه خـاوره ، هـر وخـت غـیـرت کوی دا د مــشـرانــــو د غـــیـرت یـــوه شـــمــلــه ده د لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده قـلـمه ویــښ شــه، زر پـاڅـه ! رنـګـونـه جـوړ کړه زمـــا د ګــوتــو پــه زرو تـه ، لـفـظـونـه جــوړ کــړه ســـتـا د رنـــګـــونـــو جـــوړه دلـــتــه نـــنــداره ده د لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده رنګونه ټول خـو کـړه راټـول ، ښـکلا جــوړه کـړه لفـظونـه جمعه کـړه پـه تـول ، رڼــا جــوړه کـړه پــه میــنــه ګـــوره ، د پــښـتــو تــلـه درنــه ده د لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده جـوړه د مـیـنـی یو نغمه ده ، غـــوږ شــه ورتــــه په مـیـنـه دا دونــیـا درنـه ده ، بــرګ (۱) شــه ورتــه د نسیـم سـتـوري د لیـک لـوسـت ژبــه خـــوږه ده د لـیــکـــوالانـــو د خــــولــی وتــی دا قـیـصـه ده

۱ ) په زېر کتل، نیغ کتل، مخامخ کتل -
بېرته شاته