(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو وايه ،پښتو ليکه، پښتو لوله

پښتو وايه پښتو ليکه پښتو لوله داپښتو پښتو نه ستاد لويۍ شان دی داده نره ځکه نر په دنيا يادی کۀ دې پريښوده زوال دې راروان دی دې بې شماره طوفانونه په سر تير کړل خو ددې همت په مخکښې تل روان دی په دې هر رنګه نامه دشمن ده ايښې خو پخپل همت ساتلی دی خپل ځان دی پاکستان کښې کومه ژبه پورته تلې بې لۀ دې نه ګړنګولی مې اسمان دی نوی کول دې بيا دسر څڼى غم کاندى درنګ ساعت له ګوره حسن دې تابان دی که تا هيره کړم پښتو زۀ به نابود شم ستا ژوندون مې دوجود روح روان دی خدائى دې تل لره ژوندۍ بدرنګه مۀ شې نوی کول دې ستائل کړی په شان شان دی نورې ژبې دې وروستۍ تۀ اولين ئې ځکه زوړ تاريخ دې ټول ډک لۀ بيان دی زۀ به خپل قلم او سر تانه قربان کړم تابه شته کړم په رښتيا دامې ايمان دی ای پښتو تا کړې ماسره پښتو ده ځکه تانه ځاريدل زما ارمان دی نياز خدمت ته ستا تړلی ټينګه ملا ده دايو سر مې پښتون تاځنې قربان دی

pakhto waya Pashto Leka Pakhto Lwala By: Prof. Jahanzeb Niaz -
بېرته شاته