(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو شمع

سر به ښکته چا ته نه کړم په جهان کښۍ زيږيدلۍ يم لمن د کوهستان کښۍ هسې رنګه بۍ ايمان دۍ په پښتو کښۍ لکه څنګه چې پښتو مۍ ده په ايمان کښۍ لکه غاښۍ د خيبر چې ټينګ ولاړ دۍ هر غيلم وته ولاړ يم په ميدان کښۍ څه که خاورې مۍ جثه شوه ستا د لاسه اسويلۍ وۍ دۍ چه ګرزۍ په اسمان کښۍ دغه پير د پير ځوئينې به هم تېر شي اې يوسفه داسې کيږې په کنعان کښې ما خو مخ د پسرلۍ چرته و نه ليد چه ستومانه مۍ ښه ځان کړ په خزان کښې ما د پاره هغه لومۍ د صياد شوې اميلونه چه په لاس وو د باغوان کښې په پوکو د دښمنانو به مړه نه شې د پښتو شمع بليږې په طوفان کښې

de Pakhto Shama Wali Mohammad Topan -
بېرته شاته