(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستا د نوم نه مې اغاز د ژوندانه دى ــ غزل

ستا د نوم نه مې اغاز د ژوندانه دى زما څۀ ښکلى اغاز د ژوندانه دى ستا نظر که چا له هيڅ ندى نو نۀ دى ولې ما له خو اعزاز د ژوندانه دى بندګي د خپل جانان د وجود کړمه دا مې ژوند دى، دا مې راز د ژوندانه دى د انسان غمونه هر ځاى چې دي خوري مې زما دغه سوز و ساز د ژوندانه دى ستا "کتاب" کې چې د مينې ټکى نيشته ملا تا له څۀ جواز د ژوندانه دى؟؟؟ چا ويل څۀ ته شاعري کوې حېرانه! ما ويل دا هم يؤ اواز د ژوندانه دى

sta de noom na me aghaz de zwandana dai Abdul Hadi Hairan -
بېرته شاته