(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زېرى

تورې تيارې وې په هر لورى پرېشانى خوره وه په مخ د ګلو د مودو نه ستومانى خوره وه د ظلمتونو په ول ول كښې ګرفتار وو ژوندون د هر بې وسه هر مظلوم په اوږو بار وو ژوندون د غاصبانو سردارانو منت بار وو ژوندون. د حق خبره چا په جار باندې كولی نه شوه "ډيوه" د امن چا په ژوند كښې بلولی نه شوه د "شعور چم" كښې به كېدی د لات منات خبرې د كفر و شرك په كنايو كښې د ذات پات خبرې چا پېژندلې د وحدت صوم و صلواۍ خبرې بې حيائي وه تار په تار وه د حيا لوپټه باد د وختونو وه شلولې د وفا لوپټه. خپلو پلارانو به پخپله ښخولې لونړه له خپله لاسه خپلې وينې زورولې لونړه په خپل نصيب به نصيبونو ژړولې لونړه په كانړو زړونو كښې د وينې احترام چېرته وو هاغه "خودسرو" كښې د مينې احترام چېرته وو. كېدل هر وختې به قلتونه په وړه خبره د قبيلو انښتآ جنګونه په وړه خبره د عمر عمر نفرتونه په وړه خبره لارو كوڅو كښې به بې قدره بهېدله وينه لكه اوبه به په هر ځائآ كښې توئېدله وينه "د سحرونو" په ماتم به ماښامونو ژړل د ارمانونو په "ارمان" به ارمانونو ژړل د وخت په جبر ناتمامه حسرتونو ژړل د ځان ځانۍ دور دوره وه ورورولي چېرته وه د مايوسۍ لړې خورې وې خوشحالى چېرته وه په لر و بر كښې لور په لور وې لګېدلې لمبې د ظلم و جبر وحشتونو ترهېدلې لمبې د تشدد په خړ سېلاب كښې لمبېدلې لمبې د قسمتونو په زندان كښې تړقېده غلامان په چپه خوله به غلى غلى ژړېده غلامان دغه فرياد د مظلومانو تر اسمان اورسېد لكه لمبه په پورته لاړ تر لامكان اورسېد په بره بره لا په بره تر يزدان اورسېد "جلوه" د نُور شوه راروانه د جهان په لورى راتله راتله د لامكان نه د مكان په لورى د عبدالله په كو د نُور دغه رنړا خوره شوه هر چا ليده دغه رنړا په هره خوا خوره شوه "د ادم زېرآ" ئې رښتيا كړلو رښتيا خوره شوه د اّمنېرض بى بى لمن ته مجبتى راغی بدرالرجى نورالهدىص خيرالورى راغی راغآ دنيا ته د بې كسه يتيمانو اّسره د كونډو رنډو غلامانو مظلومانو اّسره د معزورانو د خورانو غريبانو اّسره د عبدالله په كور راتلل راغونډېدل رنګونه په مينه مينه ترې چاپېره تاوېدل رنګونه كه د فطرت زرې زرې وئيلې جهان كښې نغمې نو فرښتو وئيلې په پورته لامكان كښې نغمې خورې د مينې ورورولۍ شوې په دوران كښې نغمې د محمدص راتلل د مينې اخوت زېری دی د زغم برداشت هم د اخلاص او محبت زېری دی زره زره د كائيناتو والضحى يادوى انس و جن واړه په تعظيم زما اقاص يادوى غنى مولا هم فرښتې صلى على يادوى ځئ چې مونږ هم په مينه ووايو سلام په نبى ص ډېر دُرودونه سلامونه صبح و شام په نبى ص صلوا عليه واليه

Zeray Layaqzada Layaq -
بېرته شاته