(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون دعا

لويه خدايه، پاكه ربه تاته ناست تل په دعا يو دغه سوال زمونږ قبول كه سوله امن راله راكه جنګ زمونږ له سره واخله جنګ وحشت دى تباهي ده امن غواړ، سوله غواړو كور او كلى مو تباه شول ټول په دې جنګ كې تالا شول ښه ځوانان مو شولو خاورې كونډې رنډې ماشومان هم خو دا جنګ كله ختمېږي پوره دېرش كلونه وشول جنګ روان دى نه ودرېږي د دهشت په نوم تباه شو پښتانه غرق شو تالا شو د دنيا په فريبونو كې راګېر شولو رسوا شو څوك پرې نوم د جهالت ږدي وايي وحشي دى ځناور دى دا د علمه ناخبر دى هېڅ په خپل ځان نه پوهېږي د بل ډول ته به ګډېږي او په څو پيسو خرڅېږي خپل عزيز تربور به وژني د پردي كور كې نوكر شي د شخصي ګټو لپاره د ملت په ګټو سر شي د اغيارو دام كې ګېر شي هم د خپله ځانه تېر شي واسكټ واچوي د مرګ ځان وژونكى شي سر تېر شي بې ګناه خلك به وژني د جنت په طمع سير شي په ټولې د انسانانو دى ورګډ لكه د شېر شي ځان كړي ختم دنيا ختمه چې د سرو وينو سيلاب يي ككرۍ نه راچاپېر شي جنازې به پورته كېږي وينه توى غوښې بادېږي بيا د چا بچي قتلېږي؟ څه ګناه او څه يې جرم دا د چا اور كې سوزېږي د انسان عظيم طاقته يې خالق د كائناتو ستا مخلوق ټول تباه كېږي د بمبار لاندې مړه كېږي لويه خدايه پاكه ربه دا څه كېږي لا به كېږي د انسان زړه پرې خوږيږي ته خپل رحم و كرم وكه له دې شره نه مو خلاص كه د جنګ نوم ورك په دنيا كه دا د جنګ شيطان تباه كه دا زمونږ په وس كې نه ده لويه خدايه پاكه ربه سوله امن راله راكه هر پښتون پخپله خاوره ته سر لوړى سر بالا كه ته سر لوړى سر بالا كه

-
بېرته شاته