(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

لكه چې نور مې د توبې هغه اثر ماتېږي ځكه مې ستاد زلفو سوري ته نظر ماتېږي قدم په مخكې اخلم پښې مې بېرته شاته راځي تكل مې كړى چې درځمه خو سفر ماتېږي سلور بښلمين شفق دې واخيست له چينې صنمه خدايږو وېرېږمه نامردي چې كوثر ماتېږي تا كه په سترګو كې سرخي د خمارو اړوله ګورئ قتلېږمه په زړه كې مې خنجر ماتېږي د زلفو وريځې پرې راواړوه كه خون يې نه اخلې ستا د رخسار په څرك زما د باز وزر ماتېږي بس په ډنډر دپاسه چوپه خوله كوټواله ښه ده كه چېرته لږه را مسكۍ شوله ډنډر ماتېږي

-
بېرته شاته