(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حاجی ولی محمد احمد زوی څو شعرونه

د همت مټی

دهــــمــــت مـــټــــوتــــه غــرونــه پــلی کــیــږی بی همت تـه سـمــه لارلــوی ګــړنــګ کــیــږی ځان ډوب نه کړئ په دریاب د اندیښنوکی د تـوکـل ځـوانـان مـقـصـد تـه نـزدی کـیــږی دچـــپــــونـــه د وتـــلــــوبــــاورنــــه شـــتـــــــــه دجاموسره چی دریاب ته څوک دنـګـیــږی معشوقه لیدلی چـا پـه ســور پــالـــنــګ ده د څـنـګل په شوګیرو ور نــــــژدی کــیـــــږی زړونـــــه مــه ازاروه بـــی ځـــای د خـــلــکـــو عــاقــبـت دی بـیا د غاړی ځـنـځـیـر کـیـږی «احــمــد ځــــویـــــه» زړه زره ده، دره نــــه ده تنګ په جنګ شی، د چا زړه چی ازاریـږی ـــــــــــــــــــــــــــ نوی کلی ، پيښور ۹/۱۲/۱۹۸۴ پيمانه چپه شوه ما پـــــه ایــینه کی که کــتــلی نــــــه وای په مــخ بــه ســترګی مــا لـــیدلی نه وای د خــیــال مـاڼــــئ بــه می اخر جوړیــدی کـــه ارزوګـــانی ړنـــګیـدلـــی نـــــه وای نــن به ژونــدی وی تــل د مـړو جسمونه که خــواږه زړونـــه تـــوریـــدلی نـــه وای دصبر جام می په ګـــریــــوان تـــویــیـــده کـــاشـــکی په سترګومی لیدلی نه وای په مـــخـــکـــی ډکـــه پـــیـمــانه چپه شوه ارمــــــــــــان د سره ړقـیــدلـــی نـــــــه وای زغم«احمدځوی» برداشت کولی شولو که تماشګیر پـری خـبــریـدلـــی نـه وای ـــــــــــــــــــــــــــــــــ نوی کلی ، پيښور ۱۸/۱۰/۱۳۸۵ افغانان خپلوکی وجنګیدل افـــغــانـان یـوتـر بــلـه مـــه جــنــګــــوه سپـیـنـی جامـی یـی خم کی مه رنګوه ډیر دی کاږه کړل،ورځی سرو لمبوته اغـــزنـو لارو تـــه یـــی مـــه دنــــــګـــوه تا خـوتـود کـړی خپل د فـکر ټـال دی زمــونـږ خــیــالونـه پـکی مـــه زنـګوه خونکاره لاس ورله په وینو سره کړی بـیـا یـــی پــــټـــــئ پـه زخــم مــه لــګوه د تـالا شـوی بــاغ بـه څـه پورته کــړی هــسـی جــهازونـه پـــکی مه غـنـګوه تــا مــی زمری کــړل په ډالرګــیدړان اخــر پــری خــپلــه خـــونــه مه ړنګـوه خپل ماشومان چی په سلګووده کړم په نیـمو شپو یی بـیـرتـه مــه سنګوه ـــــــــــــــــــــــــ وټه پور ، کونړ ۲/۱۲/۱۳۸۵ پښتنوته پیغام راشئ پـښـتنوځلمو،دا دوران بدلول غواړی نوی هنګاموسره، زړه نوی ژونــدون غــواړی کار په مـــشوره کـــول پـه عــــــزم ارادوســـــــره تش په ارادو نشی بـیـاپسـی پـاڅـون غــواړی قصد چی د منزل کوی، ګــوره نــا امــــیدنه شی سختی اسانیږی،زر شپه خپل سباوون غواړی کـارله چــی غاړئ ورکړی، مټی ورتـه ونـغـاړی لـوی واړه په یواواز،دی ته پیوستون غواړی غونډ شئ!لیونئ مینه، لری د مــغزونــه کړئ ژوند په تربګنونه شی،هرکارته تړون غواړی میـنه کـی فرهاداوســئ، مـرستـه د مـجـبــور کـــوئ یو بل سره الفت ساتل خوله ځانله مضمون غواړی ــــــــــــــــــ نوی کلی ، پيښور ۲۹/۱۱/۱۳۸۵

Da Haji Wali Mohammad Ahmadzoi So Sheroona Haji Wali Mohammad Ahmadzoi -
بېرته شاته