(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راغونډ شئ پښتنو ...

ترڅو به په پښتو کښې د پردو سندرې وایو راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو چاپېره نظر وکړئ جوړه لویه هنګامه ده په دغه هنګامه کښې پټه بله علامه ده په جار یې درته وایم د بدلون یو پېلامه ده اوس نورې درته نه د الله هو سندرې وایو راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو قامونه د وحدت په لوی سنګر باندې تېرېږي ټوټو کښې ویشل شوې یو مرکز ته راغونډېږي که یو نه شي ورکېږي پدې ټول سره پوهېږي راځئ چې د سیالانو د جرګو سندرې وایو راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو امو د اباسین د غړمبېدلو مدحې وایي پامیر د تاتري د مېړنو مېړانه ستایي چترال هم اشارې کوي بولان ورته څه وایي راځئ چې د واورینو سر درو سندرې وایو راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو جنت کښې د غلجیانو ، ابدالانو مرکې دي خوشحال برسیره کړې د غیرت نوې قصې دي ملاتړ ته یې حاضرې د وختونو پرښتې دي او مونږ د بې بنیاده اندېښنو سندرې وایو راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو د جوړې هنګامې نه نتیجه راپیداکېږي روانه دا خبره اوس په ټپه نه ودرېږي هر څه چې په کښې کېږي خو پښتون به ازادېږي راځئ چی ملا تړو د پاڅیدو سندرې وایو راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو ترڅو به په پښتو کښې د پردو سندرې وایو راغونډ شئ پښتنو چې د پښتو سندرې وایو

-
بېرته شاته