(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنې دود

تاسو تیری مـه کوی ، مــونــږ خــپـلـــواکـــی غــــواړو د ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو زاړه واړه او ځــوانــان ، بــه ټـــول فــکـــرونـه وکـړو د خــپــل وطــن پــه خــاطــر ، بــه نــوښـــتــونـــه وکـــړو ټــول پــه مـــرکــز بــه یــو ، مــونـــږ اتــــــڼــــونــه وکــړو د ګــاونـــډی ملــکــــونـــو ، ســـره دوســـتــې غـــواړو د ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو د د وستۍ مزی ټیـنګ کـړی ، په دوشمنۍ څه کـوی نـــفـــاق دی کــډه واخـــلــې ، په تــربـګـنـۍ څـــه کـوی بــې اتـفـاقې پــه ملـک کـې ، په بـدمـرغـی څــه کوی ورونـــو قــامـــونـــو ســـره ، مـونــږ ورورلــې غــواړو د ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو راځـۍ چـې یــو شــو ورونـــو ، دا د بـــابـــا«۱ » ویــنـا ده قــا مــی وحـــدت حـــاصـل کــړو ، دا د لالا«۲ » ویــنـا ده ژبـــــــه د قـــــــام نـــــــښــــه ده ، دا د دادا«۳ » ویـــنــا ده د نـــــورو ژبــــو ســـره ، مـــونــــږه ســـیـــالـــې غـــواړو د ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو ذهــن غــلام دې ورک شې ، قام ته خـدمــت نه کوی نســیــمــه ګـــوره ورتـــه ، ژونـــــد د عــــزت نـــه کــــوی اعـتـبار پـــه تـــه ونـــکــــړی ، دی حـــرکــــت نــه کــوی ذهــــــنـــې غـــلام لـــــره مـــونـــــږ ، دا ازادی غـــواړو د ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو

۱ ) ارواښاد خان بابا عبدالولی خان ( لا به یو کیږو کنې ورکیږو) ۲ ) خان محمدافضل خان لالا (پښتون قامی وحدت زمونږ قانونی حق دی ) ۳ ) ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری (چا ويل تش د پوهیدو نښه ده ژبه د قام د پيژندو نښه ده ) -
بېرته شاته