(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

لر او بر یو سئ پښتنو دشین اسمان په لمن ټپه ټپه کړئ لیونئ دقدردان په لمن بیا دنفاق لمبو کي سوځي شنه طوطیان دجنت دورور ګلوۍ فضا کړئ جوړه دبوستان په لمن دسرو لعلونو انګړ بیا کفن کفن له عناد سره را غونډ په یو منبر بیا دجانان په لمن نن په قدم قدم دئ دامهنر په کار لیونو کړئ کهکشان دسر ببری دجهان په لمن دزړه په وینو کی خړوب دوزر ماتی مرغان بلبلان ویښ کړئ په نغمو دعالی شان په لمن ددښمنۍ ټغر کړئ ټول بیا دوحدت په نغمو دا زاره چاودي کړئ یو مو ټي ددرمان په لمن سپین سهارونه رانه وړي را کوي تور تمونه ځان ځانی پریږدئ یو لښکر د قهرمان په لمن نن په سرو وینو کی لمبیږي دحرم شا پیرۍ الکوزئ بې یو کوم دګلستان په لمن

Ghazal Manan Alokozai, Janobi Pakhtunkhwa, Quetta منان الکو زئ جنوبی پښتونخوا کوټه -
بېرته شاته