(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نثر اوڅلوریځه

نثر دا خبره هرچا اوریدلې چی له بیکاره خدای بیزاره څومره چی یو څوک دژوند په چاروکي ستړئ وی هغومره خلګ ورته دکارسړئ وایی خو دا ډیره ضروری ده چی څه کار کوی دګټې کار که دتاوان کار هغه دهقان چی ټوله کال دخپلې زمکې په آبادولو او سمسورتیا کی ځآن ستړئ کړی په هره معنی ورته دکار سړئ ویلای شو ځکه دئ دخپل کار په برکت خپلو چیانو ته روزی ګټی او هم دده دکار فایده په زرګونو خلګو ته رسیږی یو غل چی هره شپه په غلا پسې ورک وی دئ هم په دغه کارسره خپلو بچیانو ته روزی پیدا کوی خو دده دغه کار دغلا کار ده دغه کار یی دژوند کار نه ده که دئ ددغه کار لړۍ جاری وساتی نو ارومرو له سختو عواقبو سره مخ کیدلای شی دغه کار یی وټو لنې ته ذلیله ور پیژنی . ځکه دئ له ژوند ځخه غلطه فایده اخلی دژوند تقاضا غلا نه ده ژوند دا نه غواړی چی دیو چا ژوند دې تریخ شی دغلا کار هم دځان او هم دنورو خلګو له ژوند سره لوبې کول دي موږ باید هغه کار وکړو چی ژوند منلئ وی او بس .

څلوریځه خلګ وایی پر مخ ولاړه زمانه سره کیږی مو بایل کی یارانه خو که هر څومره تخنیک درومی په وړاندې زړه می غواړی دزړه کور صادقانه

جنوبی پښتونخوا مسلم باغ Nasar au chaloreza M. Ali Omure, Janobi Pakhtunkhwa, Quetta -
بېرته شاته