(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا د چا دلاسه

زمکه د سوات مې په سلګو ده دا د چا دلاسه غـوغا ئـې پـورتـه د کــوڅـــو ده دا د چـا دلاسه ښۀ ئې زۀ پيژنم چې څوک دی خو وئيلی نۀ شم غلـبـيـل سيـنـه مـې د کــتـو ده دا د چـــــا دلاسه ښکاري نظر پرې د چا پريوتو د نظره شوله سيــمـه مـې ډکـه د لـمبـو ده دا د چــا دلاسه اوس راله خوند د دنيا يو نعمت هم نۀ راکوي خوله داسې ډکه د ترخو ده دا د چـــــــا د لاسه راته کړي ياده کربلا داسې ظلمونه وينم هره کوڅـه ډکـه د مړو ده دا د چــــا دلاسه نن هغه زمکه چې پرون په ګلدره ياديده په وينو رنګ د پښتنو ده دا د چا دلاسه قربانه څومره بې قيمته پښتنه وينه شوه ارزانـه شـوې له اوبــــو ده دا د چــا دلاسه

-
بېرته شاته