(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وحدت

دوه زړونــــو پــــه پــــيـــــونــــد كــــې وي ژونـــدون جوړ چــې مــيــــنـــې ســــره ويـــنــــه كــــړي ګــــډون عـــاطــــفــــه وفــــا چــــې شــــي غـــــاړه پـــــه غـــاړه اتـــفـــاق يـــې يــــو لــيلا كــــړي بـــــل مـــجـــــنــــون عقــل پـــوهـــه چـــې يــــو بـــل ســـره پــخـــلا شــــي هـــغـه عـــكــــس ابــــن ســـيــــنــا شـــي افـــلاطـــون اكســـيـــجـــن او هـــايــــډروجــن جوړې اوبه كړي نـــتـــــيــــجـــه ده د جــــوړښــــت د پـــــېـــوســـتـــون او په خاورې شي يو ځاى ســـيــــمه ګـــلـــزار كړي ملګــرتـــيـا پـــه كـــې پـــيـــدا كـــانـــدي بـــــدلـــون خوشبــيــني او خــواخـــوږي چــې شـــي ملــګـــرې بـــــېــــنـــوا كـــړي د خــــطــــر ځـــيــــنـــې مصـــئــون چــــې نـــيــــــكــــــي او مــــــروت چـــا ســـره وشــــي د بې وزلـــه زړه پـــه مـــرســــتـــه كــــړي مـــدهــــون عـــــنـــــاصـــر چـــې ســـره ګـــډ او خـــمـــيــــره شـــي نــــو كــــمـــزوري تــــه دوا شـــــي او مــــعـــــــجـــون ننګ چې كلــه شـــهـــامـــت ســـره يـــوځـــاى شــــي ســـمـــــــنـــــدر پــــه څــــــــپــــو راولــــي پــــــاڅــــون چـــې قـــطــره قـــطره اوبـــه ســــره يــــوځـــاى شــــي په اخر كـې يــا ســـيـــحـــون شـــي يـــا جــــيـــحـــون چـــې هـــمــــــت شــــي د غــېــرت ســره مـــلـــګـــرى جــــوړ شــــي عــــــــزم د افــــــغـــــان زړه پښـــــتـــون اتــــــحـــــــاد او اتـــــــــــفــــــاق واړه قـــــــــــــوت دى چې ولس وكړي په خـــپـــل مـــنـــــــځ كـــې تــــــړون پــــه تــــركـــيـــــب او امـــتــــزاج كـــې بـــركــــت دى پــه نــفـــــاق كـــې بــدمــرغــي راځـــي بـــېـــلــتـــون ورور چـــې ورور نــــه مـــــرور شــي او جـــدا شـــي دواړه شـــي پــه جـــــدايـــۍ كــې جــيـــــګــــرخـــون چې تقديــر كـــلــه تـــدبـــيــر نـــه مـــخـــالـــف شـــي عـــقـــل نـــه لــــري د بـــــخــــــــت ســــره ســـــــمـــــون د ارټ د مــــــنــــګـــوټــــي پــــه څــــېـــــر تــــاوېـــږي د نـــــړۍ مـــــحـــور عــــــــادي پـــــــه اوښــــــــــتـــون لمر چې ځمکـې نـه پـنــاه شــي تـوره شــــپـــه شـــي سبـــا بـــېــــرتــــه بـــلــــې خـــواتـــه شــــي راســتـون پــــه افــــــق کـــــې چـــــې د حـــســـن تـــــجـــلا شـــي تورې شــپــې پـــســــې ښـــکــاره شـــي ســـبـــاوون سـالـم فـکــر کـــې چـــې پــــوهــــه او شــــعــــور وي د انــســان پــه ګـــټــه جـــوړ کــانـــدي مـــضـــمـــون چې سپوږمۍ د یار د مـخ ســـره یــــو ځـــای شـــي روحاني د د هسک اسمان نـه شـــي مـــضــــمـــون

-
بېرته شاته