(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ستا په مینه کې مې زړه په چـــــــــــــاودون راغی خــــــــوږ وطنه پـــــــه تـــــــا څنــــګه ګردون راغی ستـــــا میــــــرویـس ستا احمد شاه نه بیدا کیږي ستــــــا پـــــه پـــاکه لــــــمن څنګه شبحون راغی دنــــــــــــازو او زرغـــــــونـــــــــې سپینې لـــمن ته دسرو وینو په داغونو بــــــــدلـــــــون راغـــــــــــی دشیر شاه او اکبر خان ځــــــــای چــــــا ونــــــه نیو دا افغــــــــــان مــــــــــلت نـــــــن هسې زبون راغی نــــه ئې مور لویــــــه ادې شــــــــوه نــــــــــه ګلناره دنا اهلو بچو غـــــــــږ چـــــــــې بـــیـــــــــرون راغی دمــــــــلا لــــــــې غـــــــږ په کو ر کې ایسار شوی یــــــې وطنــــــه نـــــــن دجـــــهل ازمــــــــون راغی چې بندیـــــــان دجهــــــالــــــــــت ګرځو تورتم کې نــــــه مــــــو کـور نه ګور معلوم شو افسون راغی پــــــه پــــــردي دیــــــــار کــــې ناست یو بې وطنه پــــــه وطــــــــن کــــــې بـــــــې وطنــــه تړون راغی دافغـــــان مــــــلت پـــــــه لـــــــوی ټـــبر مې خدایه رحــــــــم وکــــــــړی مصیبــــــــت په پښتون راغی دغفلت لـــــــه خوبه څوک جګ کړم چې ویښ شه پـــــــر دیسي ســـــــارا وطـــــــــن ته طاعون راغی

-
بېرته شاته