(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چې ډوګر په کښې

د فرح حميد ډوګر کيس په حقله د هائي کورټ د فيصلې په تاثر کښې.....۱۶ جنوري

چې ډوګر په کښې قاضي وي او بادشاه ئې زرداري وي يو خير ګر ئې ګيلاني وي بل سوال ګر ئي قريشي وي يو محدوم ئې تجاري وي بل مشير ئې موسوي وي مخ کتنه د شيري وي تدبيرونه اعواني وي اوکوټوال پکښې نائي وي مشورې د ډيزلي وي تابعدار ابن الولي وي حکومت ئې ټول سوالي وي چې انصاف پکښې خيالي وي او اختيار د پي پي پي وي بيا په داسې حکومت کښې فيصلې به هوائي وي د واکمنو بې غوري وي د امراؤ بې حسي وي د غريب عمر د سپي وي بيا به داسې قانون څه وي ؟ چې انصاف ئې سياسي وي چې په نوم خو حکومت وي خو د بل چا غلامي وي هرطرف ته خود غرضي وي په هر خوا نفسانفسي وي او عوام پکښې خصي وي بيا به داسې په مونږ کيږي څوک نه څوک خو به باغي وي که طالب وي که ملا وي که د کلي څو ځلمي وي خامخا به داسې حال کښي بيا بريدونه ځان مرګي وي

16.01.2009 -
بېرته شاته