(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لمر په سپوږمۍ مين شو

لمر په سپوږمۍ مين شو لمر له سپوږمۍ سره مستي وكړله او په مستۍ كې يې د سپينې سپوږمۍ د سپېنې غاړې اميل وشلولو او مرغلرې يې اسمان باندې خورې ورې شوې چې اوس يې واړه خلك ستوري بولې لمر اوس د خپلې مستۍ سزا په خپله ګالي لمر هر سهار خپله رڼه لمن كې له لر او بر نه يې راټولې كړي په دې هيله چې شپه يې سپوږمۍ سره يو ځاى وپويي مګر جانانه ماښام نه پېژنې ماښام ظالم دى ماښام ظلم وكړي ماښام د شپې په لمسون د لمر لمن له لاسه وښويوي او مرغلرې ټولې تيت په تيت شي او مرغلرې ټولې تيت په تيت شي

-
بېرته شاته