(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو بچو

زمــا احـساس بــانـدې كوم ړوند ملا خواري كړې ده ځـكـــه مـې ورور زمــا په ســر ســودا ګـــري كـــړې ده چــــــاړه يې ايــښې ده پــخــپـلـــه مـــرۍ زور وركـــوي خـــداى خــبـر چــا مې په دې ورور جادوګري كړې ده څـــومـــره بـــوله دى وايــي ځــان ګټم خو ځان به بايلم په دې ضــمـــيــر مــې چــا پــه غلا څه باداري كړې ده د پـــښــتــنـو پـه ســـر كـــې لـــو دى د كــوپړو خرپا ده ربــه د چــا ښـــېـــرو نـــاتـــرســــه لـــوګـــــري كــــړې ده هـــېـڅ به ونـه ګــــټي چــې مــا وژنـــي خــــو ځان وژني هســې يــې ځــان ســـره دوكــه كــې جـــواري كـــړې ده له خـپله كـوره به ځان خـلاص كړي خو واكدار به نشي چـــــــا چــې د بـــل فــــكـــر د واك ذمـــه واري كــړې ده كــوټواله دابه ســـــتـا د بـېـټ نيكـــه دعــا وه ګــوندې چــې پښـــتـــنو بــــچـــــــو له يې څـو لپې زاري كړې ده

-
بېرته شاته