(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پــه غــزل مــیـن

چـــــې د زلــــفـو پـــه ول ول بـــانــــدې مــــیـن یـم لـــېـونـــی یـــم پــه مــــقــــتـل بــانـــدې مــــیـن یــم چــې ســجــده د مــحــبــت پــکــې مــــعــراج شــی زه پــه هــسې رنــګ درشـــل بــانــدې مــــیــن یــم دا ســتا فــکـــر دا ســتـا ذکــــر مــــې مــــنــزل دی خـدائ دې نـه کـړی چې پـه بــل بـانــدې مــیــن یــم هــــره خــــوا د پــــښــتـونــخــوا ده راتــه ګــرانـــه پــــېــښـور هـــم پــه کابـــل بــــانــدې مــــــیـن یـــم چــې کــلــونــه پــس هـــم ویـــنـه ســاتـــی ګــرمــه د پـــښـتــون پــه هـــر « بـــدل » بــانـدې مـــیـن یــم چــــې داســــتـا دمـــحــبــت مــــــرام تـــه رســـــی ســتـړی نــه یــم پـــه مــــزل بــــانــدې مــــیـن یـــم نـــور اصــناف د شــاعـــرۍ شــــتـه خــــو لایـــقـه زه مـــــــیـن یــــم پـــــه غـــزل بـــانــدې مــیـن یــم

pa ghazal Mayeen Poet: Layaq Zada Layaq -
بېرته شاته