(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پېغلي ملالي ږغ

غوږ راته کښېږده اې ګرانه وروره دا څو خبري دي پر ما پوره زه يم ملاله ميوند مي کوره په اور د مينی سوې هر ګوره په پوه کمال دي ځان بختور که د جهل تيارې څه سر را بهر که واک دي د ځان که د زړګي سره اقتصاد، پوهه دي ښه که دلبره اټوم دوره ده وا وره خبره زمانه ولاړه د توري سپره په اخلاق، پوهه دي بڼ مثمر که د جهل تياری څه سر را بهر که د رب راضی يم چي هيله ناک يې هيواد لوړتيا ته تل په تپاک يې آرين نژاد يې په تومنه پاک يې اما افسوس کړم چي لږ بېباک يې خوب غفلت پرېږده ځان منور که د جهل تيارې څه سر را بهر که احتياج دي رفع، آزاد دي ځان که ډېر سخت مريض يې ژرسه درمان که صفت حرفت دی په يوه شان که خلاص له فشاره دي خپل وجدان که اوس لا ښه وخت دی ځان بهرور که د جهل تيارې څه سر را بهر که وګړي ګوره په کومه درومي پرې کوي هر ځای د جهل لومي ته لا تيروتی د پلار په نومی درته نارې کم د زړه له کومي والوزه هسک سه علم وزرکه د جهل تيارې څه سر را بهر که

-
بېرته شاته