(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپينه کونتره

راوالوځه ګډا شه د خېبر د لوړه سره واه واه سپينه کونتره د مېنې فضا جوړه کا د امن پېغامبره واه واه سپينه کونتره دا خونه د تاريخ ده د پښتو او د ايمان دښمن يې راته سيزي د بمونو په باران داظلم اپوټه کا د جنګونو له سنګره واه واه سپينه کونتره نن وخوره چورلکونه زما وينه مستانه کا خبر مې په مېړانه دامغروره زمانه کا د ننګ چغه پېدا کا د نرانو له ډګره واه واه سپينه کونتره دا خپل مستانه قوم د خپل ښاېست په تماشه کا دې وينه کښې ، دې مينه کښې پېدا نوې جذبه کا دا شر اؤ فساد ورک کا له هېواده سراسره واه واه سپينه کونتره يو داسې امن غواړم چې زما د خاورې پت وي د بم او ډالر نه وي د ايمان اؤ د غېرت وي په خپله فېصله شي د محراب نه تر ټغره واه واه سپينه کونتره سپرلي د جنت راشي دې جنګونو سوي کور ته ملي زندګي راوړي دغه خاورې دغه لور ته ژوندون شي مينه مينه دلته کوزه هلته بره واه واه سپنه کونتره خپل حسن زما ننګ راته يو نوې فېصله کا د وخت د شين اسمان په پلوشو کښې مو جرګه کا خټک ته زېري راوړه د وطن د سپين سحره واه واه سپنه کونتره

Spina Kontera By:by Ajmal Khattak Baba -
بېرته شاته