(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رحمان بابا د مزار د بيا جوړيدو په هيله

دصوفي شاعر دادب د دونيا ځلانده اوتل پاتې ژوندي يادګار رحمان بابا د مزار د بيا جوړيدو په هيله!!!

جوړ به بيرته د رحمان بابا مزار شي شاعران د لرو بر به بيا قطار شي دوطن مور به سينګارکړي د ننګونو دحفيظ دارمان ګرم به بازار شي اې دوطن مورې ته ښوونکې يې زمونږ د هيواد الو ته ښوونکې يې د ټولو نړيوالو استازې کې خلک واخيستل ډګرياني بی دګري يو ستر روزنکې دبچيانو **** مورې ته دشمله ورپښتنو مور وې دباتورسرباز ليډرپښتنو خور وې ته نازووې زرغونه وې ته درنه وې خديجه وې داسلام دمينې شوروې **** هديره دي ستړي ستړي په سلګوشوه مورې ستا چې ډيوه تته دارزو شوه سږ بچي دی ډير په ټيټه بيه خرڅ شول څه بی قدره نيمو شپو کې الله هو شوه **** مورې ستا بچي چې ووتل ليلام ته دايو ننګ و يو غيرت و هرافغان ته څو پوړيزي بنګلي يي ځان ته جوړکړي زه حيرانه شوم غټ خيټي تجاران ته **** چا ونه ويل چې مورکۍ مو په سلګو ده د يوې مړۍ سوالګره په کوڅو ده نه دسرپناه درپاتې نه دعزت ځاې يو خالد١* دی ستړی ستړی په زارودی **** په رڼا ورځ کې بچي دي په ليلام شول خو ننګونه دغيرت په تا حرام شول چا ونه ويل چې نازو، يې زرغونه يې د غازي ادې ننګونه هم ګم نام شول **** ستاوطن کې د ناموس دګټۍ نه څوک هر خوا ښکاري دسياست يوميړه څوک ستادسولې په زانګوکې سره لمبه ده دځوانانو د مرګ نه کوي کيسه څوک **** خلک به ويل چې دا وطن کې ميړني دي دخوشحال اوداحمد د ننګ بچي دي په ناموس باندې سرونه ورکوي دوې دوې ځدران دي دوې غلجي او دراني دي **** مورې واوره نن يو بل رنګه کيسه ده د رحمان با با مزار کې سره لمبه ده سره اورونه دي چې اورري له خوانه پښتنو کې د غيرت وينه توده ده **** د وياړونو په مزار بمونه اوري پښتانه ټول په سروسترګو ورته ګوري چا ونه ويل چې احمد د زرغونه يم زما نې څنګه ترخه ترخه را ګوري **** نه ا سلام او حکومت باندې پوهيږي نه د کفر په وحشت باندې پوهيږي مورې ستابچي نن څنګه بدعمل شول نه دسولې په راحت باندې پوهيږي **** بس يو ته يې چې نا اهلو ته تل ژاړې تل د سولې هليمنده يې دا غواړې مورې شپي پسې رڼا ورځي به راشي بيا دسولې د پخلا ورځي به راشي **** پښتنو تاسو ته سوال کوم بيدار شئ يوځل بياسولې راتګ ته خريدار شئ ټوپکوته ته فولادې جندرې تالي کړي يو درمان دوطن مور دزړه پرهارشئ **** سوله خپله کړئ چې مينه اوخو ښي ده سوله هيله دی الهام دسو کالي ده سوله نوم د بر کت او د عزت دی سوله نوم دانتفاق اود ورو ي ده **** مورې لاس پورته کوه ته دوعا وکړه دي نا اهلو ته ته بيابيا ژړا مکړه دوطن ميندۍ به نورننګيالي روزي بيا د سولې د راتګ تما شا وکړه **** جوړ به بيرته د رحمان بابا مزار شي شاعران د لرو بر به بيا قطار شي دوطن مور به سينګارکړي د ننګونو دحفيظ دارمان ګرم به بازار شي

*١خالدهادي د بينوا ويب ماستر څخه يادونه شوې ده چې د خپل وطن وږي ميندو او بچيانو د پاره ئې د خير ټولو لو په موخه هيوادوالو ته څادر وغوړو وياړ دې وي په هغو ميندو چې وطن ته داسې کدرونه ورکوي -
بېرته شاته