(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ړنده اسره

چـي پـیــدا شــوی یـم یـو شــور اورمــــه یو څه خو شته، یو څه خو کېږي ضـرور چي په هر تن کي اضطراب پـــروت دی چي مي په ټول وطن کي جنګ خور دی څوک یــې جهاد، څوک یې فساد بولي څـوک دي له خپلو نه خیــرونه غـــواړي څــوک لــه پــردیــو شــکــرانــې ټــولــوي هر څوک مصروف دی په نړاند کلي کي یـــو واي چــــي زوړ ورنــړول پــکـار دی بــــل واي چــــي نــــوی زړول پــکــار دی مــوږ د زړښـــت او د نـــوښــت تر مـنـځه مـوږ د تـخـریـب او دتـعـمـیـر پـر پـولـــه مـوږ د دوزخ او د جـنـت پـه مـنـځ کـــــي څـــه بـــې اخـــتـــیـــاره بـــې قـــراره ولاړ څـــــه بـــې مــــنــزلــه پــــه دې لاره ولاړ د چــا پــه تــمـــه بــانــدي شــپــې تـېـرو

By: Khanzaman Kakar, Pakhtunkhwa -
بېرته شاته