(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پسرلی ته، نظم او یو ازاد شعر

راغلــــې پسرليــــه د سرو ګلوو دي اثر نشته ګونګ دې بلبلان دي چې غزلو کې هنر نشته وکـــــرل وخــــــــتونو د ذقومو د ريښو فصل وچ شو ه چـــــمنونه د ګــــــــياه کرلو کر نشته تور ديبان راکډه سول له تورو تورتمـــــــــو سره اوس خو د سهار د روښنايي بيلکل خبر نشته وخوړل وحشي ليوانو ټول ښايسته غرڅه دغــــره زموږ و ژوندو ژوو ته لا ژوند پر لر او بر نشته راکړه پسرليه لاس له ژمي نه مو خلاص کړه ژوند زموږ کنګل نفاق ته لا تر اوسه يو رهبر نشته موږ لـــــــــــــه ډيره وخته د پرديوو پسرلي لمانځو کلي کې کعبې د پسرلي ته هيڅ ممــــــــــبر نشته ستا د ګونګۍ ژبې باوري چيغې زه اورمــــــــــــه نه اوري کاڼه پسرلي ټکۍ مې باور نشتـــــــــــــه ١٣٨٨ لمريز کال لمړۍ شپه بلجيم ستا له نامه سره زما ذهن ته د ميني وږمه د شنه چمن څخه رالوتۍ نسيم د غره لمن کي د اوبو شرهار او د شپونکي د شپيلۍ تاندي چيغي د رمو ږوږ کي د کوچيو پيغلو مست او د خوښيو اتڼ پر ګودرنو د ښايسته پيغلو ټولګۍ او مستۍ جوپی جوپی ماشومان چي به په نوو جامو نوي قلم نوي کتاب نوې ټولګۍ هوس او خوښ روان وه راشي خو اوس دي نوم پاته دۍ يوازي نوم چي پسرلې دي بولي چمن دي لولپه سو نسيم دي اور اخيستۍ د غره لمن کړله باروتو توره دښتونه وسوځيدل چينې يي وچي شپونکې مړ شپيلۍ ټوټه ټوټه ده رمې نور نه څريږي کوچيان نور نه ګډيږي نه يي مستي ، نه يي اتڼ ، نه يي بچي له رمو پر ګودرنو ښايسته پيغلي اوس نه ټوليږي منګي يي مات ، ګودر يي وران ، کلي يي اور اخستۍ د ماشومانو معصوميت او مظلوميت ته ګوره نه يي قلم نه يي کتاب نه ښونځۍ ورپاته کتاب او سوچ دواړه محکوم الفاظ دي خو زه به خپل چيغو ته شور ورکړم څه به پيغور او څه به زور ورکړم زه به غوږونو او فکرونو ته د خپل ماشوم پر زړه د انلحق چيغه کړم چي پر ورغوي خپل سر کښيږدي خپل تقدير لمبه کړي فقط چي تا وګټي ستا نن پرون او هم سبا وګټي

1388 لمريز کال بلجيم د کال لمړې سهار pasarai ta By: Haji Amin Hotak Bawary -
بېرته شاته