(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخپلواکۍ نامتو مشر غازى مير زمان خان

سر لښــــــــکر د غازيانو لويه خانه دوطن د خپلواکۍ د زړه سلطانه دغيرت د پټکي وله قــــــــــــدرمنه دتاريخ د تندي خاله درخـــــــــشانه دکونړدلوړو غرونو مـــــــــــــــــنزريه شهسوار د سرفروشــــــو د کاروانه داميرامان الله په زړگي لـــــــــــــيکه دغازي باچا افسره قهرمــــــــــــــانه دخواږه وطن په حـــال دې خبرومه ژړوم دې دبسملو لــــــــــــــه غوغانه قيامتونه محشــــــرونه دي راغلي دالحاد د سازشونو لـــــــه طوفانه کودتا په کودتاوو باندې وشوي د وطن خونه تالا شـــــــــوله ويرانه په زرگونو په لکونو بانې مړه شول شاه زلمي د افغانانو لـــــــــــه جفا نه دخودکشو خود غرضــــــو له شامته غلبه د يرغلونـــــــــــــــــــــــــــو ده روانه دهجرت د ناکرديو به څــــــــــــه وايم رڼا ورځ راباندې شپه وه له خفگانه خلک وايي دگور شپه ژر سبا کيږي دا منزل دورو دراز دى نکته دانه سر کړه پورته له تربته چاته ګورې ځان خبر کړه د مـــــــلت له واويلا نه موټي کيده بيا په توره چې شي بوره دوختونو مور په چيغو شوه جانانه هغه ملـــــــــک چې تا ګټلې و په توره اوس وړيا له لاسه درومي له ارمانه له خلفو نا خلفو پوره نــــــــــــــــــــه شوه د سلــــــــــــــفو لار شوه پاتې له هر چانه په ډالرو په پونډونــــــــــــو پلورل کيږي زړه مې شين دئ د وطن له زوړ و ځوانه څوک د روس او د ايران لاسو ته ګوري څوک ډوډۍ او غوښې غواړي له بابا نه څوک په ويښه بادشاهي خوبونه ويني قربانيږى له کافر او مسلمــــــــــــــــــــــــانه د وطن په ځاى د ځان غمونه ژاړي دبل چا په غم کې نه دي بې له ځانه دقدرت له هوسونو خبر مه شې خبر نه شې له رهبر او له ملا نه نه پوهيږم د تقدير سترګې ړندې دي که تدبير دې اوبو وړې له افـــــــــــــــغانه ته فاتح د معرکې داســــــــــــــــــتقلال يي د جرس د آزادۍ يــــــــــــــــــــــــې جاودانه د افغان بچي بې کوره شو بــــــــې واره بې وطنه بې کـــــــــــــــــــــــفنه بې درمانه خطره ده د وطن جنـــــــــــــــــــــــــازه وځي ما خبر کړې اى غازى ميرزمان خانه ننــــــــــــگ ټوټه بـــــــــــــه مې هــــــــر هډ وي کـــــــــــه پس له مـــــــــرگه په گور راشې مينه ســــر لښکر د لښــــــکريانو خـــــانه ته وې نـــــاموره دغــــــــــــــازيانو خانـــــــــه ته وې کارفرما په "بريکوټ" کې بل څوک نه و رهنمــــــا د باتــــــورانو خـــــــــــانه تــــه وې معــــرکـــــــه د خپلواکۍ وه پـــــــه تا گرمه شـــــــملور د فـــــــــدايانو خــــــــــانه ته وې مبـــــــــــارز د آزادۍ د ميـــــــــدانـــــــــــونو صــــف شــــــکن د غــــــليمانو خانه ته وې په جـــــــرئت او شـــهامت کـــې بې ماننده پيش قـــــــدم له جنرالانــــــــــو خانه ته وې نه مــــــــــلا و نه مــــــــلک و نــــــه ارباب و غــــوڅ پــه غـــــــــم د افغانانو خانه ته وې د کــــونړ د شـــــــــــنو درو او جگو غرونو هنــــــگامه د شنو زمــــــريانو خانه ته وې په "غـــــــازي" باچاوې گران له هره چانه نـــــور چــــــشم د چشمانو خـــــــانه ته وې د جـــــهاد د ســــــــــــتر بـــــــري لـــه بـــرکته چې"لوې خان"شوې د خانانو خانه ته وې پـــــه ميـــــــوند که آوازه د ايـــــوب خان وه شــــــــــــهسوار د کونــــــــړيانو خانه ته وې ســــــــــر آغــــــــــاز د قــــــربانۍ د منـــزلونو ســـــــــــرآمــــد د فــــــاتــــحانو خــانه ته وې چـــــــې تـــــــاريخ دې هيــــرولـې نشي خانه ځـــــــار قــــــربان شم ستا د تــــورې د مړانه

-
بېرته شاته