(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خوښۍ خبر به نه وي ؟

تا نه ځار شم خبریاله! د خوښۍ خبر به نه وي ؟ یو څه نوي راته وایه د ډالۍ خبر به نه وي ؟ تا نه ځار شم خبریاله! د خوښۍ خبر به نه وي ؟ په څپو د هوا ګانو ، د مرګونو اوازې دي چې د ژوند امید ترې وشي د سیالۍ خبر به نه وي ؟ نور یې نه شم اورېدلی د نیستۍ کیسه زړه شوه راته وایه ستا په شونډو د هستۍ خبر به نه وي ؟ تور او سپین د چا په لاس دي؟ داهرڅه راته معلوم دي زه دې سپینه مانۍ څه کړم د کېږدۍ خبر به نه وي ؟ نیم یې وخوړل پخپله نیم یې نورو ته ډالۍ کړل د پاچا اود وزیر د رسوایۍ خبر به نه وي ؟ وایه څنګه شوه شهیده ؟ چې د اوسپنې باران و د چورلکې بمبارۍ کې د مرغۍ خبر به نه وي ؟ چاوی ډله خلک لاړل او له زمکې په هوا شول د خبرو جادوګره! د سپوږمۍ خبر به نه وي ***** ددښمن هیواد سفیر نه یم ملګرو که تړلی په زنځیر نه یم ملګرو خو بې ځایه هواګیر نه یم ملګرو فیض لرم خو نه یې وېشم مه رادرومئ رسېدلی یم ، خو پیر نه یم ملګرو سل ار مانه مې نیمګړی نیمه خوا دي لاس مې تش دی خو فقیر نه یم ملګرو چې واکدار د سرو او سپینو د و‌طن وي د پاچا هاغه وزیر نه یم ملګرو د بنګړو غوندې نازک یمه ما تېږم زه مضبوط لکه شاهتیر نه یم ملګرو غم خو دادی چې مې غم د خلکو وژني زه د ځان په غم زهیر نه یم ملګرو بیا نو ولې درست و‌طن را باندې تنګ دی ددښمن هیواد سفیر نه یم ملګرو څوک به ولې فالنامې راپسې ګوري زه د چا د خوب تعبیر نه یم ملګرو

-
بېرته شاته