(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوډې

په لېونۍ باندې چا کوډې کړي په ښاپېرۍ باندې چا کوډې کړي پنجره کښې بنده شوه ګونګۍ شوه لاړه په ښارونۍ باندې چا کوډې کړي يا ئې په مخ تېرسري اوختله يا په سپوږمۍ باندې چا کوډې کړي چې شېرعالم ته بدي شوله ښکاره په مېمونۍ باندې چا کوډې کړي اوس ماطرف ته هډو هم نه ګوري په ګلالۍ باندې چا کوډې کړي په ليوني فرهاد ئې زړه اوبائيله په شېرنۍ باندې چا کوډې کړي کامله مور ئې نن په جار اوئيل په دې جينۍ باندې چا کوډې کړي

-
بېرته شاته