(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ګلې ستا چي سترګو كي حيا اوړي را اوړي باز مي دزړګي پاس په هوا اوړي را اوړي ګوره چي فرصت له لاسه ورنه كړې هغه وخت به ستا ښكلې ځواني پر لو بلا اوړي را اوړي مات چي يې شيطان كړي دايمان هډونه بيا به نو تل دهغو مخې ته ګناه اوړي رااوړي مسته چي ځواني وي نڅا خوندكوي مزه كوي بد ښكاري نڅا كي چي بوډا اوړي رااوړي نن لا عمري ديار وښكلي مخ ته وګوره وينم بدلونونه دا دنيا اوړي را اوړي

محمدعلی عمری جنوبی پښتونخوا مسلم باغ omari.neginblog.com -
بېرته شاته