(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښکلا دري

د پـښـتـون د کـور لـوګـیـــه شین اسمان ته پورته ګیږه وریـځي راولـه تـیـاره کـه داخپل ځان اوبه اوبه که د رحمت شه بارانونه په ډاګـونو راوریــږه د پـښـتـون د کـور لـوګـیـــه شین اسمان ته پورته ګیږه *** چی ډاګـونه مـو زرغون شی ښاد اباد پکی پښتون شی چـی کـری پکی ګلـونه غږ بلبل ته کړم نڅیږه د پـښـتـون د کـور لـوګـیـــه شین اسمان ته پورته ګیږه *** د پښتون ښکلی وطن د غیرت او ننګ چمن خالی مه شه يی سیندونه اوبـــــه تــل پـــکی بـهـیـږه د پـښـتـون د کـور لـوګـیـــه شین اسمان ته پورته ګیږه *** د ښـــــکلا ډکـــی دري چی لری درني حجري خایسته ئی دی دنګ غرونه غـــره پـه سر ستـــوري ځلیږه د پـښـتـون د کـور لـوګـیـــه شین اسمان ته پورته ګیږه

-
بېرته شاته