(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

یو جانانه، یو سندریز او یو ژوندی ماځیګر څنګه زر تېر شو لېونیه! لیونی ماځیګر ما دي بلا زړونه ګټلي ماځیګر ماځیګر ما په دې چم کي هم بایللی دی زړګی ماځیګر د یو پۍ مخي علامت مي دی ګنلی ځان ته ما ته تر ټوله دنیا ښکلی دی په خدای ماځیګر رنګ یې الوتی، د بارودو بدبویي ترې خېژي چا په زړګي باندي ویشتلی دی زیړی ماځیګر ګودر بې شوره دی، د زاڼو کتارونه نشته د جنګ په خوله کي کړي ارام ارام زګېروی ماځیګر د وچو پاڼو شور د نوي سبا زېری راوړي څانګې به ګل شي، بیا به ووینو سپرلی ماځیګر ٭٭٭٭٭

-
بېرته شاته