(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی محمود خان طاهر خټک په زړه پوری شعرونه تازه شول

غزل اکتور یم لوباومه یو کردار دا انسانیت راوان یم په دستور او نهء په لار د انسانیت په فعل د انسانیت باندې اکثر یم خجل شوې ډیر کم راپیرزو شوې افتخار د انسانیت دا غله ء سزا زما شوا او ستا پړې زما غاړه که او نهء کړم ټپه په یکه زار د انسانیت رندانو ته زهء نهء وایمه ښه وي به خراب خو وایه شیخه ستا دې کوم یو کار دانسانیت شاعر او دانشور او فلاسفرې بوله بیا طاهر ا چې پوره شي په معیار د انسانیت طاهر خټک ۲۳/۱۱/۲۰۰۶ په ویښو سترګو خو ما یو خوب لیدهء په سترګو وخشتناک غوندې منظر وو خلک واړ ه سره درګ وو چې ناګهانه نا ګړازار شو چې اسمان ته نظر شو ډیر جهازونه راروان دی لاندې ډیر بلها ټانکونه راروان دی ډیر توپونه راروان دی دیو کس نه مې پوهتنې ته زړه غټ کړو چې دا څهء دی د اټانکونه دا جهازونه داد څه د پاره راغلل ؟ د سکوت د حاموشی د دومره ولې؟ او د شور دې دومره ولې؟ هغه کس غلې مسکې شو وې چې ولې خبر نهء ئ ؟ تا تا پته ګوندې نیشته ؟ ته له خوشې بې خبر ئ د لښکر خو د دې دور د فرعون دې د په امن پسې راغلل دوئ سپرلي پسې راغلی دوئ ګلونه کری دلته دوئ ازغی دلته کښې سوزی دوئ لږ وینې تا اړ شوی نا نا دوئ قاتلان نه دی دوئ میئن په جمهوریت دی دوئ انسان ته آزادي دلته کښې غواړي دوئ خو دا خبره بده کړې نهء ده انسان بویه چې آزاد وی اخر دوئ هم انسانان دی دا دوئ هم دا غوښې زړه دې کله کله قتل عام تا ئ زړهء اوشی د ښارونوانهدام تا ئ زړهء اوشی ۲۳/۰۵/۲۰۰۲ غزل وې چې راځه دا میخانې نه صدقه اوباسو خو د ا کیسه ده چې توبې نا به توبه اوباسو یو ا درانه لاره به اوکسو دا مرام په تکل هر څه چې کیږي مو‌ژ به غږ د ا ارتقاء اوباسو چې یو ځل اومنې کعبه کعبه خووي به کعبه بیا خو ګرامیږو چې د زړونو نا کعبه اوباسو نه جدا کیږو نه په دې موزو خبرې اورو راځه د زړو نا د بیلتون دغه لیشه اوباسو که ته یستلې شې نا صیحه ورځه اوې باسه مونږه به څه رنګه د زړه نا د لروبه اوباسو که غلي کیږو خو فغان تا مو زنځیر اچوي ملګرو ښه خبره داده چې غوغا اوباسو زمونږ په سیمه دا ده جبر سیلۍ تل الوتې زور خو به خود کړي چې ګریوان نا ي پنجه اوباسو لویه دا جبر انتها راباندې روژدې شولې راماتوي غاښونه خولې نا چې کیسه اوباسو عنقا نصیبه تا زمونږ پسرلي چیرته وړي که په لاس راغللې وزر درنه راسا اوباسو طاهر ا څو به مو د فکر ناوې ګونګه بولي ځم کليوال راټولوم چې مجاله اوباسو ۱۰/۱۰/۱۹۹۹ غزل شاعر نظر مې نه منی بشر ته زنځیرونه په دې سبب مې وچیدل نظر ته زنځیرونه چې ګل آواره تر کړی قاضی دې ته انصاف وائ او هم چې ورپه لاس کړې صنوبر ته زنځیرونه ددور په تضاد خو مې ولله که سر خلاصیږی راهزن پرانیزی آچوې راهبر ته زنځیرونه پرون ئ ټول کابل په زنځیرونو کښې تړلو او نن ئ دی راوړی پیښور ته زنځیرونه غرض چې په انسان مې زنځیرونه نه لوریږی مسلم ته زنځیرونه څه کافر ته زنځیرونه دوئ واړه زنځیرونه د غریب دپاره جوړ دی دوئ کله اچولی بختاور ته زنځیرونه نه جونه نه منګی راوړی نه راوړی دیدانونه د چا مو اچولی مازدیګر ته زنځیرونه طاهره هغه قوم له زنځیرونو نه خلاصیږی د چا چې اچیدلی آهنګر ته زنځیرونه ۲۹/۱۰/۲۰۰۸ پشتو بي بي ژبې د فرنګ ته ډیره ‌ذیره وا نن خو بیا پشتو بي بي دلګیره وا ښکاري چې پشتون له کور شړلي وا څو که بې ګناه وا بې تقصیره وا اوس د پریشان په کور کښې سپکه شوه څو چې د خوشال وا بې نظیره وا دا خو به د ټولو جونو سر ته تله نن په ټولو جونو کښې اخیره وا دخو به دا خیال په شال کښې پټه وا نن ې په سر بژه غوندې کې څیره وا تا خو به پښتونه ډیرې لاپې کړې د و چې وا هر څه دې تو خو ژیره وا چا به چې تکړې ددې په در غوښتې نن د هغه چا د ا در فقیره وا پاتې به پيغور ئ ما طاهر ته وي دا خو تیریدونکې وا راهګیره و محمود خا ن طاهر خټک ;ا کنډاو کښ کلي په۱۴ /۱۰ /۱۹۹۹ نظم مورجانې زه خو یو کتاب سوزاوم هؤ :په دې پوۍ یم چې کتاب خو هیڅوک نه سوازوي خو زه ي ځکه سوزاوم چې زه کتاب وس وم که پټاوم ي په ضمیر مې سوزاوي مورجانې که خپراوم ي دا شریر مې سوزاوي مورجانې شیرنې مورې د خپل سر په بیعه د سوداګر وختونه له مانا هغه یو کتاب غواړي هغه چې ته به پا څیدې دنیمې شپې لمانځه ته دا ذوالجلال سره به تا ګناه ثواب ژاړلو او ما به مورې دا کتاب ‌‌ژاړلو اوس ته په هاغه مینه اوایه شیرینې مورې هاغه چې ته به شوې لوندې تا زه به وچې تا شوم چې زه نو دغه کتاب څنګه ورکړم ؟ دوۍ خو کتاب نه غواړي دوۍ خو پاڼه پاڼه غواړي دوۍ خود پاڼي نا سل پاڼې جوړاول غواړي دوۍ دغه غواړي چې زماد کتاب پاڼه پاڼه د ا سرې سیلۍ په نیلي ؤلیږداوي چې نه به بانس پاتې شي نه به څوک شپیلۍ غږاوي نو ته اوس خپله انصاف اوکړه زه د څنګه اوکړم ځکه چې دې کتاب کښې خو مې دا ژوند سازوسامان پروت دې دې کښې جانان جانان جانان جانان ایمان پروت دې دې کښې مې مورې ستا تاله واله ګریوان ژاړي په دې کتاب کښې مې د ا غره غوندې یاران ژاړي په دې کتاب کښې ړنږ جمات سوې قران ژاړې په دې کښې سوات په سلګو سر وزیرستان ژاړي اوس نو ته څه واې شیرینې مورې چې سترګې اوباسم پښتون غوندې ځواب ورکړم که نا ضمیر اوایمان خرڅ کړم اؤ کتاب ورکړم غزل پیاله دې داسې زر چې ساقی ګله ماتوله د نه څکلو توبه دې په ما څله ماتوله د مینې په مذهب کښې منافق هغه بلل شو وعده به چا چی چا سره کوله ماتوله په دې کښې خو دې ډیر خالونه ایښی زلف شانه وو ته دا هنداره څه رنګه په خپله ماتوله هزار مې د توبې له ماتولو توبه اوکړه توبې نه مې توبه توبه یستله ماتوله د ښه شوا چې احسان ئ په ساقې باندې خو واوړی توبه خو به ما هسې ماتوله ماتوله یستلې دې چې وا هغه خو دغه توبه نه وا د نن خو دې طاهره کومه بله ماتوله ژوندئ غزل هم مې او بائلله مینه هم جانان کښې تاوانی شوم د څه او شول لویه خدایه په تاوان کښې تاوانی شوم هم جهان ته محتورن شوم په جامه د ګدايئ کښې هم کاسه مې ت شه راوړه هم ګریوان کښې تاوانی شوم ډیرې ګرانې شوې راپښې ګرانو لارو کښې د ګرانو بیا هم ګران په یو ګران نه شوم هر یو ګران کښ تاوانی شوم ایمان می په مسجد پوخ نه قا ئل د میحانې شوم پرهیزګاره زه خو خدائګو په ایمان کښې تاوانی شوم ګوته چا ته کړم طاهرا او ګیله له چا نه اوکړم چې شروع د رحمتونو په باران کښې تاوانی شوم

Poetry By:MAHMOOD KHAN TAHIR KHATTAK -
بېرته شاته