(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دری غزلی

زوړ شولو ساقی سرماښام له برمه پرېوتو پریوتو ساغر په زمکه جام له برمه پریوتو اوس خو هډو شور د میخانې له مخې نه راځې خوند د میو لاړو که خیام له برمه پریوتو شیخه هسې ته به سهوا شوې په سجده کښې وې د څنګه منل شم چې اسلام له برمه پریوتو ولې په دې ښار کښې دمنصور چغه خاموشه شوا غلونه محتسب شول که عوام له برمه پریوتو مونږ مین ي ډیر په چغو چغو ژړاولي یو ښه شوله چې هغه ګل اندام له برمه پریویو اوس طاهرا څوک سجدې کې نه لړزیږی څه وشول مونځ مقتدي هير کړو که امام له برمه پریوتو GHAZAL ګراولې سر سلام راته لیدۍ شی ځان په دې خبرو خام راته لیدۍ شی کله کله چې د شیخ کوڅې ته لاړ شم هر سړۍ عمر خیام راته لیدۍ شی له حیا ي سترګې ډکې ډکې کیږي دغه ترکې د باګرام راته لیدۍ شی مرغ ي ښه دې دچې ډیر جامون مات دی میخانه کښ فیض عام راته لیدۍ شی د پاچا په خوله آزادۍ آزادۍ کښ سبب څه دې ځان غلام راته لیدۍ شی دومره زر له سره مه دانګه طاهرا په لوظو کښ ۍ ابهام راته لیدۍ شی ۶/۰۵/۲۰۰۸ YAW BAL GHAZAL چې له خیرات دې ډکه نکړه د ګدا لمنه ډکه دې مشه دغه ډکه شرمنده لمنه د بې ننګۍ مې د اطلسو لمن نه ده پکار په ننګ مې ښه د ا څیرې ویرې د خنتا لمنه تا د جفا لمنه ډکه پکښې واړاوله ما چې درویړه کړ له کله د وفا لمنه هسې مالیاره زړه دې تنګ دې ګني ښه پوښیږې چې زه به څه درځنې یوسم په دې بژه لمنه ډیرې خیرې مې په طاهر زړه کښې راوټو کیدې چې له محفل دې پستنه کړم بې نوا لمنه

Poetry By:MAHMOOD KHAN TAHIR KHATTAK -
بېرته شاته